بریتانیا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر په زیاتولو غور کوی

گزارشگر:شنبه 29 ثور 1397 - ۲۸ ثور ۱۳۹۷

mandegar-3د بریتانیې حکومت په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر په زیاتولو غور کوی.
بریتانوی رسنۍ وایی، د دې هېواد د دفاع وزیر ګوین ویلیامسون له صدراعظمې ټرزا مې غوښتی دی چې افغانستان ته د ۴۰۰ او ۴۵۰ ترمنځ اضافی سرتېری واستوی.
که څه هم د بریتانیې حکومت تراوسه افغانستان ته د اضافی سرتېرو د استولو په هکله پریکړه نه‎ده کړې، خو د امریکا جمهور رئیس او ناټو تړون پر لندن فشار راوستی دی چې په افغانستان کې خپل ځواکونه زیات کړی.
بریتانیا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ سرتیری لری چې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوی.
بریتانوی رسنیو د چارواکو په حواله ویلی چې په افغانستان کې د سرتېرو د زیاتولو هدف د افغان دولت وسله‎والو مخالفینو د فعالیتونو مخنیوی او د القاعده او داعش ډلو پر ضد مبارزه پراخول دی.
په افغانستان کې د بریتانوی ځواکونو محارب ماموریت په ۲۰۱۴ میلادی کال کې پای ته ورسېد.
د افغانستان د دفاع وزارت وایی، د بریتانوی سرتېرو زیاتېدل د هغو موافقو او ژمنو برخه ده چې افغانستان، امریکا او ناټو تړون مخکې کړی دی.
د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، که څه هم لا دقیقه نه‎ده معلومه چې څومره نور بریتانوی سرتېری افغانستان ته استول کېږی؟ خو دا عسکر به په څلورو برخو کې دنده ترسره کړی.
نوموړی زیاته کړه:
«د تعلیم او تربیې، مشوره ورکولو، مالی ملاتړ او د دښمن د ځپلو لپاره د هوایی عملیاتو د هم‎غږۍ لپاره به له دې سرتېرو کار اخېستل کېږی. دا مسؤلیتونه په پخوانیو موافقو او تفاهم‎نامو کې موجود دی.»
د افغانستان د دفاع وزارت وایی، د جګړې د ډګر لپاره کافی سرتېری لری، خو د موډرنو پوځی ټګنالوژیو، عصری تجهیزاتو او لازمو مشورو لپاره د نړیوالو ځواکونو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لری.
د افغانستان او جنوبی اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر د ستراتیژۍ تراعلان وروسته امریکا افغانستان ته ۴ زره اضافی سرتیری واستول او امریکایی مقاماتو او د ناټو سرمنشی په مکرر ډول د دې تړون له غړو وغوښتل چې افغانستان ته د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې نور سرتیری واستوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.