بهرنیو چارو وزارت: له پاکستان سره د عمل په پلان کې حساس موارد ځای پرځای شوی

گزارشگر:یک شنبه 30 ثور 1397 - ۲۹ ثور ۱۳۹۷

mandegar-3د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، له پاکستان سره د عمل په پلان کې حساس موارد ځای پرځای شوی او عملی کول یې دواړو هېوادونو ته اړین دی.
کابل دا ځل له پاکستان سره د سولې او یووالی لپاره د عمل پلان ته سترګې نیولی او هیله څرګندوی چې ورنه مطلوبه نتیجه ترلاسه شی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی،دغه پلان ورستی شوی او تمه ده چې شپږ کاری ډلې د پلان په شاملو مواردو کار وکړی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال صبغت احمد د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، د عمل په دغه یبلان کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سولې او یووالی په برخه کې مهم موارد ځای پرځای شوی دی.
دی وایی:
«تراوسه چې مونږ توافق ته نه وو رسېدلی، غوښتل مو چې پر یوه چوکاټ توافق وشی چې په راتلونکی کې د اجرا وړ وی او مونږ وکولای شول چې له هغه ډېر څه ترلاسه کړو، تمه ده چې شپږ کاری ګروپونه په دې پلان کار وکړی او دا ځل هېله مند یوو چې مطلوبه نتیجه ترلاسه شی.»
له ترورېزم سره مبارزه او امنیتی همکاری، د سولې او بیا پخلاینې بهیر، سیاسی همکاری، ګډ اقتصادی پرمختګونه، له پاکستانه د افغان کډوالو بیا ستنول او د تاوتریخوالی کمول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او یووالی لپاره د عمل د پلان له مهمو مواردو څخه دی.
د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو سیاسی معینانو حکمت خلیل کرزی او تهمینې جنجوعې د تېرې دوشنبې د ورځې په څلورمه ناسته کې هوکړه وکړه چې د سولې او یووالی لپاره د عمل دا پلان به بشپړوی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی او د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسی په کابل کې د تیر لمریز کال په ناسته کې هوکړه کړې وه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د عمل پلان سند باید ډېر ژر وروستی شی.
خو د نړیوالو چارو پوه انتظار خادم په دې باور دی چې پاکستان به د عمل پلان د عملی کولو لپاره ځینی اقدامات وکړی، خو په خبره یې چې د افغانستان د قضیې نورو خواوو ته هم پام ډېر مهم دی.
نوموړی وویل:
«دا ځل د پاکستان په دریځ کې ډېر لوی انعطاف لېدل کېږی، خو تر هغه چې د افغانستان د قضیې نور کورنی او بهرنی فکټورونه په اساسی ډول د ښکېلو اړخونو له لورې تر پوښښ لاندې رانشی، فکر نه کوم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوی تعامل به مثبت یا منفی نتیجه ولری.»
افغانستان په کراتو ویلی چې په دغه هېواد کې د سولې کلی له پاکستان سره ده او اسلام اباد کولای شی چې په رښتینې همکارۍ سره په دغه هېواد کې د سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې اساسی رول ولوبوی.
خو ښاغلی خادم پر دې سربېره وایی چې د جنوبی اسیا لپاره د امریکا ستراتیژی او د افغان حکومت له لورې ځینی اقدامات هم په دې برخه کې ډېر اغېزمن تمامېدای شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.