قرلق: ټاکل شوې جنرال دوستم په راتلونکو ۱۰ورځو کې هېواد ته راستون شی

گزارشگر:دوشنبه 31 ثور 1397 - ۳۰ ثور ۱۳۹۷

mandegar-3د افغانستان د مشرانو جرګې غړی او عبدالرشید دوستم ته نېږدې کس عبدالله قرلق وایی چې ولسمشر محمد اشرف غنی له خپل لومړی مرستیال سره ټلیفونی خبرې کړی او ممکن ښاغلی دوستم په راتلونکو لسو ورځو کې هېواد ته راستون شی.
عبدالله قرلق د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غویی۳۰» ازادی راډیو ته وویل چې ترکیې ته د افغان ولسمشر په سفر کې له عبدالرشید دوستم سره ملاقات د اجنډا یوه برخه وه.
د قرلق په وینا په افغانستان کې د امنیتی وضعیت د حساسوالی له امله محمد اشرف غنی هېواد ته راستون شو او له لومړی مرستیال سره یې لیده کاته ونه شول.
د مشرانو جرګې دغه غړی زیاتوی چې محمد اشرف غنی له عبدالرشید دوستم سره ټلیفونی خبرې وکړې.
نوموړی وایی، ممکن په راتلونکو لسو ورځو کې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم هېواد ته راستون شی.
نوموړی زیاته کړه:
«که څه هم له جنرال دوستم سره ملاقات د ولسمشر په اجنډا کې و، خو د افغانستان د امنیتی ضعیت په خاطر ولسمشر بېر ته راستون شو او ښاغلی دوستم سره یې په اړوند موضوع ټیلفونی خبرې وکړې او مطلب حل شو چې ډېرې خبرې د هغه په بېرته راستنېدو وې ممکن، عبدالرشید دوستم تر راتلونکو لسو ورځو هېواد ته راستون شی.»
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د جمعې په ورځ د اسلامی همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون په هدف چې د بیت المقدس په اړه په استانبول کې جوړه شوې وه ترکیې ته تللی و او د شنبې په سهار بېرته هېواد ته شو.
د ولسمشر محمد اشرف غنی او د هغه د لومړی مرستیال د ټیلفونی خبرو په اړه مو د ولسمشر له مرستیال ویاندیانو شاه حسین مرتضوی او دواخان مینه پال سره اړیکې ټینګې کړې، خو نوموړو دغه ټیلفونی خبرې نه تائید او نه هم رد کړې.
بل خوا د ولسمشر د لومړی مرستیال د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.
د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د جوزجان له پخوانی والی احمد ایشچی سره په ناوړه جنسی زورونه تورن دی.
د دغې ادعا په تړاو تېر کال د کابل لومړۍ محکمې د ښاغلی دوستم ۹ ساتونکی مجازات او په بند یې محکوم کړل.
تېر کال عبدالرشید دوستم ته نېږدې کسانو خبر وکړی و چې ښاغلی دوستم ترکیې ته د روغتیایی درملنې لپاره تللی.
نوموړی دا مهال د ترکیې په انقره ښار کې اوسېږی، له دې وړاندې د ملی جنش ګوند ویاند ویلی و چې ټاکل شوې عبدالرشید دوستم کابل ته ستون شی او د یو قانونی پارلمان د رامنځ ته کېدو لپاره په انتخاباتو کې ونډه واخلی.
په ورته وخت کې د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، د جوزجان د پخوانی والی ادعا نه شی کولای افغانستان ته د عبدالرشید دوستم د راتګ مخه ونیسی.
د دغې جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وطن دوست په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
«دغه قضیه د افغانستان د ولسمشر د لومړی مرستیال مانع کېدای نه شی، نوموړی کولای شی خپل هېواد ته راشی، که چېرې څوک په هغه «عبدالرشید دوستم» ادعا لری وروسته کولای شی له قانونی لارو یې مخ ته یوسی.»
نوموړی همدا شان هېواد ته د ښاغلی دوستم د احتمالی بېرته راستنېدو هرکلی کوی او وایی، په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده ټول سیاسی او حکومتی مشران یو بل ته لاس ورکړی او د تروریستانو د ګواښونو په وړاندې مبارزه وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.