د ملی شورا د ځینو غړو په کورونو کې د تذکرو د پلور او وېش په اړه د مشرانو جرګې غبرګون

گزارشگر:دوشنبه 7 جوزا 1397 - ۰۶ جوزا ۱۳۹۷

mandegar-3د مشرانو جرګې ځینی غړی وایی، د ملی شورا یو شمېر غړی د مافیایی کړیو په شان عمل کوی او په خپلو کورونو کې یې د تذکرو پلور او وېش پیل کړی دی.
د ملی شورا د یو شمېر غړو په کورونو کې د تذکرو پلور او وېش د مشرانو جرګې تند غبرګونونه راپارولی دی.
د دغې جرګې ځینی غړی دغه چاره د خلکو له اقتصادی کمزورۍ ناوړه استفاده بولی او وایی چې که یې مخه ونه نیول شی، نو انتخابات به د مافیایی کړیو لاس ته ولوېږی.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې اداری پلاوی دغه عمل جرم بولی او په وړاندې یې د کلکو اقداماتو غوښتنه کوی.
د دې جرګې لومړی مرستیال محمد عالم ایزدیار چې د مشرانو جرګې د یکشنبې د ورځې د عمومی غونډې مشری یې کوله، وویل چې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر باید وغځول شی.
دی زیاتوی:
«موږ په جدی ډول د کمېسیون رئیس ته وایوو چې دغه موضوع په دقیق ډول وڅاری او د تذکرو وېش او د نوم لیکنې بهیر ته دې پاملرنه زیاته کړی، ځکه دغه مسئله په پای کې ډېرې بدې پایلې لرلای شی، د جوزا په اومه نېټه باید د نوم لیکنې بهیر ونه درول شی، موږ د نا امنو سیمو ترڅنګ، حتا په امن سیمو کې هم د دغه بهیر غځېدل غواړو.»
خو له دې ټولو سره سره د مشرانو جرګې غړی وایی، د ملی شورا د یو شمېر غړو کورونه د تذکرو د پلور او وېش په مرکزونو بدل شوی او هغه کسان چې له دې لارې غواړی بریالی شی، د ټاکنو کمېسیون دې یې د اسنادو او شواهدو سره رد کړی.
د دغې جرګې یو تن غړی ګل احمد اعظمی وایی:
«عمده ننګونه ناامنی ده، په ځانګړی ډول په لېرو پرتو ولایتونو او سیمو کې چې زورواکی او مافیایی کړۍ د ډموکراسۍ خلاف دی، څنګه چې تاسو د تذکرو پېر او پلور ته اشاره وکړه، دغه لړۍ دوام لری او هغه کسان چې تذکره پېری او هغه چې یې پلوری، وطن دوسته خلک نه دی.»
بل خوا سناتوره ګلالۍ اکبری وایی، له دې چارې سره د انتخاباتو د کمېسیون خپلواکی تر پوښتنې لاندې ده او د دغه کمېسون په ناتوانۍ سره د انتخاباتو شفافیت هم تر پوښتنې لاندې راځی.
خو دا چې د نوم لیکنې د بهیر د غځولو او په دې برخه کې د غېر قانونی کړنو د مخنیوی لپاره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون څه پلان لری، هڅه مو وکړه چې په دې اړه د دوی نظر واخلو، خو د دغه کمېسیون مسؤلینو زموږ اړیکو ته ځواب ورنه کړ.
د دې ترڅنګ د انتخاباتو د امنیت ټینګښت، د حساسو مواد کمښت او په یو شمېر ولایتونو کې تړلی مرکزونه هغه نورې ستونزې دی چې د مشرانو جرګې غړی ورته ګوته نیسی.
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ مخکې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له خوا د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر پیل شو.
بل خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایی، کوم کسان چې د انتخاباتو په برخه کې غېرې قانونی کړنې کوی، که هغه هر څوک وی، قانونی چلند به ورسره وشی.
نوموړی وویل:
«موږ ټولو کشفی او استخباراتی ارګانونو ته دنده سپارلې، څو هغه کسان چې غېر قانونی کړنې کوی او د خلکو له اقتصادی ناتوانۍ ناوړه ګټه پورته کوی او د پیسو په بدل کې ترې تذکرې اخلی، په نښه کړی، که داسې موارد کشف شی، نو له اړوندو کسانو سره به قانونی چلند وشی.»
که څه هم د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوی او دا خپل لومړیتوب ګنی، خو د مشرانو جرګې یو بل غړی فرهاد سخی وایی، په داسې حالاتو کې چې ناامنۍ په ولایتونو کې ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دی، د سراسری او شفافو انتخاباتو ترسره کېدل ډېر شونی نه ښکاری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.