د نشه یی موادو خرڅوونکو د خپل تجارت د ښه والی لپاره نوې لار موندلې

گزارشگر:یک شنبه 13 جوزا 1397 - ۱۲ جوزا ۱۳۹۷

mandegar-3د نشه یی موادو قاچاق کوونکی د نورو مشتریانو پیدا کولو لپاره معتادین له کابل څخه بامیان ته بیایی.
بامیان ولایت ته د معتادینو له انتقال سره سم د نشه یی موادو سوداګرۍ وده موندلې ده.
په بامیانو کې د هوا له ګرمېدلو سره سم د معتادینو ډېروالی د دې ولایت چارواکی اندېښمن کړې دی.
په دې وروستیو کې د نشه یی موادو خرڅوونکو د خپل کاروبار د ودې لپاره له نورو ولایتونو څخه بامیان ته ګڼ شمېر معتادین وړی دی.
په دې اړه د بامیانو ولایت له نشه یی موادو سره د مبارزې رئیس ښاغلی حسین نظری نیکپای ازادی راډیو ته وویل:
«په بامیان کې د نشه یی موادو اعتیاد په چټکۍ سره ډېرېږی، ان دا چې ښځې او ماشومان هم معتاد شوی، په دې وروستیو کې د نشه یی موادو خرڅوونکو د خپل تجارت د ښه والی لپاره یوه نوې لاره موندلې او هغه دا چې بامیانو ته له کابل او نورو ولایتونو څخه د مشتریانو او معتادینو انتقال دی، دوی اوس یو نوی بازار پرانیستی چې هغه د معتادینو خرڅول او رانیول دی.»
له معتادینو سره د انتقال پر مهال قاچاق کوونکو ژمنه کړې وه چې په بامیان کې نشه یی مواد ارزانه او اسانه پیدا کېږی او کیفیت یې هم ښه دی، د دې لپاره چې هغوی دې کار ته وهڅوی له کابل او نورو ولایتونو څخه یې بامیان ته په وړیا ډول انتقال کړل.
سجاد یو له هغو سلګونو معتادینو څخه دی چې له کابل څخه بامیانو ته وړل شوی.
دی وایی:
«موږ ته یې وویل چې بامیان ته مو وړو، ځکه هلته ګرمی ده او تاریاک تر کابل ارزانه دی، موږ ته یې د نفر پر سر یوه جوړه کالی راکړل، حمام ته یې بوتلو او بیا مو بامیان ته حرکت وکړ، په دې سفر کې موږ نېږدې ۳۰ کسان وو، اوس چې ګورو په بامیان کې معتادین ډېر شوی، خو نشه یی مواد نه پیدا کېږی.»
د بامیان د سیمه ییزو چارواکو په وینا، په دې ولایت کې کوکنار او بنګ نه کرل کېږی، خو څرنګه چې دا ولایت د نشه یی موادو د ټرانزیټ پر لاره پروت دی، نو دلته نشه یی مواد هم اسانه پیدا کېږی.
ښاغلی نیکپای وایی:
«بامیان له هغو ولایتونو سره ګډه پوله لری چې نشه یی مواد تولیدوی، له بده مرغه بامیان له جنوب څخه شمال او له شمال څخه جنوب ته د نشه یی موادو د ټرانزیټ په لاره بدل شوی، ځکه نشه یی مواد ډېر په اسانۍ پکې پیداکېږی، ویل کېږی چې دلته تر کابل نشه یی مواد ارزانه دی، نشه یی مواد د میدان وردګ، پروان، دایکنډی، غور او کابل څخه راځی، په ځانګړې توګه د دایکنډی ولایت د میرامور ولسوالۍ څخه وَرَس ولسوالۍ ته د نشه یی موادو ټرانزیټ ډېر شوی، له همدې امله په دې ولسوالۍ کې معتادین ډېر دی.»
دا په داسې حال کې ده چې ۷ کاله مخکې له نشه یی موادو سره د مبارزې ریاست د شمېرو له مخې، بامیانو نېږدې ۵۰ زره کسان معتادین درلودل، خو په روان کال کې دا شمېر دوه برابره ډېر شوی او د دې ولایت سیمه ییزچارواکی یې اندېښمن کړی دی.
دغه ډول په دې ولایت کې د معتادینو د درملنې یوازې دوه شل بستریز مرکزونه شته چې د یو فیصد معتادینو د درملنی لپاره هم کفایت نه کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.