نجیب اقا فهیم: په ۲۰ولایتونو کې ۱۳میلیونه خلک له وچکالۍ اغېزمن دی

گزارشگر:دو شنبه 14 جوزا 1397 - ۱۳ جوزا ۱۳۹۷

mandegar-3ېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر وایی، ۱۳میلیونه افغانان له وچکالۍ اغېزمن دی.
نوموړی وایی، افغانستان سږ کال تر ټولو سخته وچکالی تجربه کوی.
پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غبرګولې۱۳» د چین له سفیر سره یو ځای په کابل کې یوې خبری غونډې ته وویل چې له وچکالۍ نه د ګواښ پر وړاندې د مقابلې پلان چمتو شوی چې د دولت او بهرنیو موسسو په مرسته د تطبیق په حال کې دی.
نوموړی زیاته کړه:
«موږ د وچکالۍ لوړه کچه تجربه کوو، د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې ۱۳ میلیونه افغانان له وچکالۍ نه اغېزمن دی چې له دې شمېر نه یې یو میلیون انسانان او دری میلیونه نور څاروی عاجلو خوراکی مرستو او اوبو ته اړتیا لری.»
ښاغلی فهیم وایی چې تخار، کندز، بلخ، سرپل، سمنګان، جوزجان، فاریاب، بادغېس، هرات، فراه، نیمروز، زابل، ارزګان، دایکنډی، او بامیان هغه ولایتونه دی چې له وچکالۍ اغېزمن دی.
نوموړی دا هم وایی چې د څارویو د څړ ځایونه او د کرنې دویم فصل له منځه تللی دی.
ده اندېښنه وښوده چې روان کال به د وچکالۍ له کبله د اوبو اړتیا زیاته وی.
له دې وړاندې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلی چې وچکالۍ ځپلو او دغه شان له وچکالۍ اغېزمنو مالدرانو ته یې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د مرستې دوه میاشتنی پلان چمتو کړی دی.
په ورته وخت کې له ماشومانو نه د ملاتړ صندوق «یونیسف» بیا وایی چې نېږدې پنځه سوه زره ماشومان د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دی.
بل خوا د چین هېواد د افغانسنتان له وچکالۍ ځپلو سره ۴۲۴۲ ټنه ورجې مرسته کړې چې د دغو مرستو وروستۍ جوپه چې ۷۲۵ ټنه وریجې وې تازه افغانستان رسېدلې دی.
په افغانستان کې د چین سفیر لیو جنسونګ په دې اړه ګډې خبرې غونډې ته وویل:
«له دغو مرستو به د هېواد د ۳۴ ولایتونو اوسېدونکی ګټه واخلی ۸۵ زره کورنیو کې به پنځه سوه زره وګړی تر پوښښ لاندې راولی، که څه هم په چین کې ۳۰ میلیون کسان له بې وزلۍ سره مخامخ دی، خو بیاهم له افغانستان سره مرسته کوو.»
د چین دولت په ۱۳۹۵ لمریز کال کې هم د یومیلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان د ۱۱ ولایتونو له زلزله ځپلو سره مرسته کړې وه.
په ورته وخت کې د کرنې چارو متخصصین له هغې ډلې غلام رسول صمدی وچکالی یوه جدی ستونزه بولی وایی چې دا د حکومت دنده ده چې د دغې ستونزې د حل لپاره بنسټیزې لارې چارې ولټوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.