بلخ کې یوې ښځې ځان سوځولی دی

گزارشگر:شنبه 10 سنبله 1397 - ۰۹ سنبله ۱۳۹۷

mandegar-3په بلخ ولایت یوې څلور څلوېشت کلنې ښځې هغه څه چې د خواښی ظلم بولی، له امله ځان ته اور ورته کړی دی.
دا مېرمن لیلما نومیږی او وایی چې د خواښې له لوری د تاوتریخوالی له امله یې ځان ته اور اچولی دی.
لیلما وایی:”خواښې مې یوه ورځ ووهلم، د ډولچې په واسطه‌یې پر سر ووهلم چې لایې هو داغ پاتې دی. “
یوه دوه او یوه پنځه کلنه لوڼې لری دوی د مور له منځه تلو اندېښمن کړی دی. دغه ښځه د ځان او ماشومانو پر وړاندې د مېړه د کورنۍ د غړو د بې پروایۍ له امله شکایت کوی.
دا زیاتوی:» زه‌یې له کوره بهر نه پرېښودم، خواښی مې چې هرڅه ویل، مېړه مې هم بې عقلی کوله او منل یې، که یې ویل ورته چې ویې وهه نو هماغه کار به یې کولو».
اخوا مور او پلاریې د هغې له دې کاره حیران شوی او د دې دوسیې د ارزولو غوښتنه کوی.
د سوځېدلې مېرمنې پلار، ګلزار څرګندوی:» خواښې یې سوځولې ده، خپله یې او یا یې مېړه، موږ خبر نه یوو، زه کابل کې وم، نن سهار راغلم».
همداراز د بلخ ولایت په روغتون کې د سوځېدلو څانګې مسوول، معراج‌الدین معراج په دې اړه وایی:» د سوځېدو سلنه یې زیاته ده، ۹۰ سلنه ده، سوځېدل یې درېیمه او دوهمه درجه ده، حالت یې خراب دی».
په ورته مهال د بلخ د ښځو چارو رییس، شهلا حدید په تېرو پنځو میاشتو کې د کورنی تاوتریخوالی له امله یې د ځان سوځونې درې دوسیې ثبت کړی دی، چې د تېر کال په پرتله یوه سلنه زیاتوالی ښیی.
دا په د اسې حال کې ده تېره شپه(چهارشنبې د وږی۷مه) د شریفې په نوم یوې ۲۲ کلنې جلۍ د هغې له خوښې پرته کوژده کولو له امله د زهرو په خوړلو ځان وژنه کړې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.