په خوست کې نېږدې ۳۵۰ زره ماشومانو ته د شری ضد واکسین ورکول کېږی

گزارشگر:یک شنبه 11 سنبله 1397 - ۱۰ سنبله ۱۳۹۷

mandegar-3د شری ناروغۍ په ضد د واکسین د کمپاین لومړى ۱۰ ورځنى پړاو نن د خوست په ګډون د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې پیل شو.
د خوست د عامې روغتیا رییس ګل حبیب شاه انصاری وایی، د دغه کمپاین په مهال به ټول هغه ماشومان، چې عمرونه‌یې له نهو میاشتو تر لسو کلونو پورې وی، واکسین شی.
د کمپاین په ترڅ کې به په ټول خوست کې نېږدې ۳۵۰ زره ماشومانو ته د شری ناروغۍ د مخنیوی واکسین ورکړل شی.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د یادې ناروغۍ په ضد د واکسین د کمپاین لومړى پړاو په ۱۶ ولایتونو کې عملی کېږی او د هېواد پاتې ۱۸ ولایتونه به ترې په دوهم پړاو کې برخمن شی.
په خوست کې نېږدې ۳۵۰ زره ماشومانو ته د شری ضد واکسین ورکول کېږی

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.