د افغانستان د ملی امنیت سلاکار د امریکا دملی امنیت سلاکارسره وکتل

گزارشگر:شنبه 31 سنبله 1397 - ۳۰ سنبله ۱۳۹۷

mandegar-3د افغانستان دملی امنیت سلاکار حمدالله محب چې د امریکا په متحده ایالاتو کې تیره ورځ یې په سپینه ماڼۍ کې د نوموړی هېواد د ملی امنیت له سلاکار جان بولټن سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو غاړو د افغانستان او سیمې سیاسی او امنیتی حالات بررسی کړل، د افغانستان او جنوبی آسیا له پاره‌یې د امریکا متحده ایالاتو د ستراتیژۍ پر موثریت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه‌یې هر اړخیزې خبرې وکړې. همدارنګه د افغانانو په مشرۍ‌یې د سولې په برخه کې پر روانو چارو دوه اړخیز مالومات له بل سره بل سره شریک کړل.
حمدالله محب په خپلو خبرو کې د متحده ایالاتو له همکاریو مننه وکړه او په نږدې راتلونکی کې یې د افغانستان هوایی ځواک له پاره د تازه جنګی الوتکو سپارل له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام وباله.
ښاغلی محب د سیمې د هېوادونو په کچه له روان سیاسی او امنیتی حالت په ځانګړی توګه د دې هېوادونه لخوا له ترهګرۍ سره د مبارزې پر څرنګوالی خپله بررسی او وړاندیزونه له امریکایی لوری سره شریک کړل. ښاغلی محب د سولې له بهیر څخه د سیمې د هېوادونو ملاتړ مهم و باله او په هغه هېوادونه یې د زیات تمرکز غوښتنه وکړه، چې د خپلو شخصی ګټو په موخه د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته نه کوی.
د امریکا متحده ایالاتو د ملی امنیت سلاکار جان بولټن له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د افغان امنیتی – دفاعی ځواکونو له بې سارې سرښېندنو قدردانی وکړه او د سیمې په کچه‌یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په بریالیتوب کې د مشترکې اجماع په رامنځته کیدو ټینګار وکړ. ښاغلی بولټن وویل، چې د افغانستان او جنوبی آسیا له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ستراتیژی د لا موثریت او اغیزمنتیا په موخه په لوړه کچه سلا مشورې روانې دی. نوموړی افغان لوری ته ډاډ ورکړ چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې او پرمختګ په برخه کې له افغانانو سره پر خپلو ژمنو ولاړ دی. په دې دوه اړخیزه لیدنه کې پر یو لړ نورو د علاقې وړ موضوعاتو هم خبرې وشوې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.