په کـاپیسا ولایت کې د هوایـی بریـد په اړه د یونامـا راپور

گزارشگر:چهار شنبه 4 میزان 1397 - ۰۳ میزان ۱۳۹۷

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) په روان کال کې په افغانستان کې د هوایې بریدونو له امله د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتوالی په اړه اندیښنه څرګندوی، چې وروستۍ پېښه د باوری رپورټونو پر بنسټ د شنبې په ورځ ناوخته د کاپیسا ولایت کې رامنځته شوه.
یوناما د یوه راپور په خپرولو سره ویلی، چې د سپتمبر په ۲۲ مه یوناما ګڼ شمېر تورونه ترلاسه کړل چې هوایی برید د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ په بډرب سیمه کې د یوه ښوونکی کور ته زیان واړوه، چې په ترڅ کې‌یې د څلورو ماشومانو او درې میرمنو په ګډون نهه تنه ملکی وګړی ووژل، او د درې میرمنو په ګډون ډېر شمېر نور ټپیان شول.
یوناما زیاتوی، چې د برید ټول قربانیان د نیا، نیکه او ماشومانو په ګډون چې عمرونه‌یې د دوه او دولسو کلونو تر منځ وه، د یوې کورنۍ څخه وو. د بلې کورنۍ له شپږوغړو څخه پنځه یې چې ښځې او ماشومان پکې وو، د کور د ویجاړېدو له امله ژوبل شول.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی په راپور کې راغلی دی، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دولت پلوی ځواکونو په سیمه کې د طالبانو خلاف عملیات وکړل.
خو یوناما وایی تر اوسه روښانه نه ده چې آیا برید د نړیوالو نظامی ځواکونو یا افغان هوایی ځواک له لوری ترسره شوی.
په راپور کې راغلی دی، چې یوناما له دواړو ادارو سره په اړیکه کې ده او د روانې خپلواکې پروسې د یوې برخې په توګه یوناما د داسې پېښو په اړه واقعیتونه راټولوی او له دواړو لورو سره‌یې د دادخواهی په پار شریکوی تر څو په راتلونکو عملیاتو کې د ملکی تلفاتو د مخنیوی د اقداماتو لپاره ترې ګټه واخلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.