گزارشگر:دو شنبه 16 میزان 1397 - ۱۵ میزان ۱۳۹۷
د غزنی چارواکی وایی، وسلهوالو طالبانو د کابل-کندهار د لویې لارې پر امتداد، څو لوی او واړه پلونه الوزولی او پر پاخه سړک تګ راتګیې بند کړی دی.
له دې امله د سیمې خلک، مسافر وړونکی موټر او د بار وړونکو موټرو چلوونکی مجبور دی چې له پاخه سړکه واوړی او په خامه لارو په هغو سیمو کې چې د وسلهوالو طالبانو په لاس کې دی، تګ راتګ وکړی.
په سیمه کې یو شمېر خلکو ازادی راډیو ته ویلی چې وسلهوال طالبان له هغو خلکو چې د کابل-کندهار د لویې لارې د تخریبېدو له امله پر خامه لارو سفر ته مجبور دی، د مالیې په نوم پیسې هم اخلی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدی ویلی.
وسلهوالو طالبانو د اندړو ولسوالۍ ته تللی سړک هم بند کړی دی.
د غزنی د والی ویاند، محمد عارف نوری وایی چې وسلهوالو طالبانو په قرهباغ ولسوالۍ کې څو پلونه تخریب کړی او د کابل-کندهار سړکیې بند کړی دی.
عارف نوری وویل چې ډېر ژر به پوځی عملیات په سیمه کې پیل شی.
محمد عارف نوری زیاته کړه: «زموږ امنیتی ځواکونو احضارات پیل کړی او د ملی اردو نوی ځواکونه هم وراستول شوی او ډېر ژر به د دې سیمو او نورو ولسوالیو د پاکولو لپاره تصفیوی عملیات پیل شی.»
د غزنی د والی ویاند شنبه د اکټوبر ۶مه، ازادی راډیو ته وویل چې د غزنی او پکتیکا د سړک پر امتداد هم له څلورو ورځو راهیسې عملیات روان دی او امنیتی پوستې به هم ځای پر ځای شی.
غزنی د افغانستان یوازنی ولایت دی چې سږ کال به د ولسی جرګې انتخابات نه پهکې کېږی.
وسلهوالو طالبانو د روان کال د اګسټ په ۱۰مه، پر غزنی ښار درنه حمله وکړه.
د ملګرو ملتونو د سازمان د اټکل له مخې، په هغې خونړۍ حمله کې ۲۰۰ تنه ملکی وګړی ووژل او زخمیان شول، د ښار لوی بازارونه وسوځېدل او خلکو ته ډېر مالی تاوان هم ورسېد.
د افغانستان د ملی دفاع وزارت پخوانی مرستیال ویاند، جنرال محمد رادمنش پرون له ازادی راډیو سره په مرکه کې وویل چې حکومت باید په غزنی کې د خلکو سیاسی او اقتصادی وضعیت ته زیات پام کړی وی او دا ولایتیې له داسې کمزوری حالته ژغورلی وی.
نوموړی وایی: «دولت پهدې برخه کې کمزورتیاوې لری، دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت په کار کې نیمګړتیا ده، دولت نهدی توانېدلی چې خلکو ته کارونه پیدا کړی چې له املهیې په غزنی کې فقر دوه برابر زیات کړی دی. هغه پروګرامونه چې له غزنی سرهیې ژمنه شوې وه، باید عملی شی که نه، شعاری مسایل هېڅ ستونزه نهشی حل کولای او وضعیت لا خرابېدلای شی.»
د افغانستان جمهور رییس غزنی ته په وروستی سفر کې له خلکو سره ژمنه وکړه چې غزنی به له اداری اړخه د لومړۍ درجې ولایتونو کې وګڼل شی او امنیتی کمربندونه بهیې ټینګ شی.
د روېټرز خبری اژانس په حواله، د غزنی پر ښار د وسلهوالو طالبانو تر حملې وروسته ولسمشر غنی ژمنه کړې وه چې ۲۰ میلیونه ډالر به د غزنی د ښار له بیارغونې او له خلکو سره د مرستې لپاره مصرف کړی.
د غزنی له ۱۸ ولسوالیو څخه ټولې په بشپړ ډول یا قسماً د وسلهوالو طالبانو په لاس کې دی.
غزنی په ۲۰۱۳ میلادی کال کې د اسلامی نړۍ د ثقافت مرکز بلل شوی و.
Comments are closed.