سناتوران او شنونکی: د امـریکا یـو دم وتـل ممکـن افغانستان نظـام سقـوط کـړی

گزارشگر:دو شنبه 23 میزان 1397 - ۲۲ میزان ۱۳۹۷

mandegar-3د افغانستان د مشرانو جرګې اداری پلاوی وایی، که بهرنی ځواکونو په لنډ مهالی کې له افغانستان نه ووځی، ډېر امکان شته چې افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو په اډه بدل او نړیوال امنیت وګواښی.
د دغې جرګې دویم مرستیال اصف صدیقی د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، که د امریکا متحده ایالاتو له غور پرته د وتلو پرېکړه وکړه، وضعیت ته په کتو ممکن د افغانستان نظام سقوط وکړی.
نوموړی زیاته کړه: «که چیرې په لنډ مهال کې بهرنی ځواکونه له افغانستان ووځی، دا به په افغانستان ناوړه اغېز ولری، د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنې به زیاتې شی او کېدای شی په کم وخت کې د افغانستان نظام سقوط وکړی.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږی چې تا زه یو ځل بیا وسله والو طالبانو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سره په کتنه کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی.
هغه موضوع چې په تېر کې هم حکومت سره د سولې د خبرو لپاره په وار وار د دغې ډلې له خوا مطرح شوې ده.
په ورته وخت کې پخوانی طالب چارواکی او اوس د افغانستان د خلاصون د لارې شورا مشر سیدا اکبر اغا که څه هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل یوه پرځای غوښتنه بولی، خو وایی چې په لنډ مهالی کې به د دغو ځواکونو وتل ښه نتیجه ونه لری.
نوموړی زیاته کړه: «زه وایم چې په لنډ مهالی کې به د بهرنیو ځواکونو وتل خامخا یو څه بد عواقب ولری، خو امکان یې شته، ښه خبره به دا وی چې امریکایان د وتلو مشخص وخت معلوم کړی او دېته اړتیا هم شته.»
دا په داسې حال کې ده د امریکا په متحده ایالاتو کې په یوه تازه سروې کې په ډاګه شوې چې ۴۹ په سلو کې امریکایان د افغانستان له جګړې نارضه دی او له دغه هېواد یې د خپلوځواکونو د وتلو غوښتنه کړې، خو ۳۴ په سلو کې بیا له دغې جګړې راضی برېښی.
د سیاسی چارو یو شمېر کارپوهان وایی، که امریکا خپل ځواکونه د افغانستان د حکومت او خلکو له مشورې پرته له دغه هېواده وباسی، یوه تشه به رامنځته شی.
د دغو کارپوهانو له ډلې حاجی سید داود وایی، وسله والو طالبانو هم دغه موضوع درک کړې ده.
نوموړی زیاته کړه: «امکان لری طالبان او امریکایان یو جوړ جاړی ته سره ورسېږی، خو دغه جوړ جاړی به په لنډ مهال کې د امریکایی ځوکونو وتل نه وی، تر هغه ځایه چې د طالبانو خوا ما مطالعه کړې ده او ګورم یې، هغوی هم په دې پوهیږی چې که امریکان سمدستی ووځی په افغانستان کې یوه تشه رامنځته کېږی.»
د افغانستان په مشورتی لویه جرګه کې له امریکا سره د افغانستان امنیتی او دفاعی تړون تصویب او د ولسمشر محمد اشرف غنی د واک په لومړیو ورځو کې لاسلیک شو چې له مخې یې په قانونی ډول امریکایی ځواکونو ته په افغانستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوې.
حاجی سید داود وایی، د ولسمشر ټرمپ اداره او په امریکا کې ډیموکراټان غواړی چې په افغانستان کې د یو پیاوړی حکومت له رامنځته کېدو وروسته، خپل ځواکونو له دغه هېواده وباسی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.