په نړیواله سطحه د نشه یی موادو د تهدید د مخنیوی لپاره یوه ستراتیژی جوړېږی

گزارشگر:دو شنبه 30 میزان 1397 - ۲۹ میزان ۱۳۹۷

mandegar-3د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه یی موادو سره د مبارزې ادارې په ستراتیژیکو فعالیتونو لاس پورې کړی دی.
د دې فعالیتونو هدف دا دی چې په نړیواله سطحه د نشه یی موادو د تهدید مخه ونیول شی.
د ملګرو ملتونو له نشه یی موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره به د تېرو لسو کلونو د پروګرامونو تر ارزولو وروسته، له نشه یی موادو سره د مبارزې لپاره یوه جامع او نړیواله ستراتیژی جوړه کړی.
د ملګرو ملتونو له نشه یی موادو او جرمونو یا (UNODC) ادارې استازی مارک کولن د افغان دولت له نشه یی موادو سره د مبارزې سیمه ییزې ستراتېژۍ د ارزونې په غونډه کې وویل، د نشه یی موادو پر وړاندې د ستراتیژیکو فعالیتونو پروکرام یا سارټو (SARTO) درې عمده هدفونه لری.
دی وایی: «یوه طرحه جوړه کړې چې هدف یې په نړۍ کې د نشه یی موادو له ګواښونو سره مبارزه ده، دا یوه عملی او د بدلون وړ طرحه ده چې پر دې بنسټ به ملی هدفونه تر لاسه، له نشه یی موادو سره د مبارزې سیمه ییز میکانیزمونه جوړ او عملی شی، دغه ډول به له نشه یی موادو سره د مبارزې د سیمه ییزو او نړیوالو پروګرامونو ترمنځ همغږی هم رامنځته شی، کوم بدلونونه چې موږ یې له نشه یی موادو سره په مبارزه کې غواړو، هغه بدلونونه یو هېواد په یوازی ځان نه شی را وستلای، بلکې د داسې هدفونو تر لاسه کول په نړیوالو پروګرامونو کې اصلاحات غواړی.»
(UNODC) خبرداری ورکوی چې په نړۍ کې د کوکنارو کښت په بې ساری ډول ډېر شوی او هر کال یې غوښتنه نوره هم ډېرېږی.
ښاغلی کولن وایی، د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د نشتوالی له امله له نشه یی موادو سره د مبارزې ملی پروګرام اغېزمن نه و، ځکه نو د کوکنارو کښت او تولید هم راکم نه شو.
افغانستان دولت د نشه یی موادو تولید، قاچاق او استعمال نړیواله ستونزه بولی او د (UNODC) ادارې له خوا له نشه یی موادو سره د مبارزې د نړیوالی ستراتیژۍ د جوړېدو هرکلی کوی.
له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت د پالېسۍ رئیس عثمان فروتن ازادی راډیو ته وویل، د افغان دولت له نشه یی موادو سره د مبارزې عملی پلان او د سیمه ییزې ستراتیژۍ نوې طرحې ته په کتو سره، د سارتو پروګرام د عملی کېدو وړ دی.
ده وویل: «دا د نړۍ په کچه یوه لویه ستراتېژی ده چې لا تر اوسه پورې نه ده نهایی شوې، (UNODC) یو سیمه ییز پروګرام هم لری چې افغانستان او د سیمې هېوادونه پکې شامل دی، په دې چوکاټ کې سیمه ییزه همکاری هم شته، د سارتو ستراتیژی هم د یو ستراتېژیک سند په توګه په افغانستان او سیمه کې له نشه یی موادو سره د مبارزې په برخه کې د تطبیق وړ ده.»
د روان کال په لومړیو کې د تاشکند ـ ازبکستان په کنفرانس کې له نشه یی موادو او جرمونو سره د مبارزې پر پروګرامونو ځکه انتقاد کېده چې د نشه یی موادو په کموالی کې ګټور او موثر نه وو، له همدې امله په دې غونډه کې د دولتونو استازو وړاندیز وکړ چې باید له نشه یی موادو سره د مبارزې یوه جامع او نړیواله ستراتیژی جوړه شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.