د افغانستان صادراتو لومړۍ محموله د «تیر» د سېستم په چوکاټ کې پاکستان ته ولېږل شوه

گزارشگر:یک شنبه 13 عقرب 1397 - ۱۲ عقرب ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د صادراتی توکو لومړۍ محموله د (تیر) یا د ټرانزیټ د نړیوال کنوانسیون د سېستم په چوکاټ کې پاکستان ته ولېږل شوه.
د افغانستان د ټرانسپورت وزارت له شااوخوا اتلسو کلونو وروسته له پاکستان سره د صادراتی او وارداتی موادو لېږد را لېږد، د تیر یا د ټرانزیټ د نړیوال کنوانسیون د سېستم له لارې پیل کړ.
د دغه وزارت چارواکو د شنبې په ورځ د تېر د سېستم له لارې پاکستان ته د افغانستان د صادراتی توکو د لومړۍ محمولې د لېږدولو پرمهال وویل، افغانستان او پاکستان دواړه د تیر د نړیوال کنوانسیون غړی دی، خو افغانستان لوری په هېواد کې د ناامنیو له امله نه و توانېدلی چې له پاکستان سره دغه سېستم فعال وساتی.
د افغانستان د ټرانسپورت وزارت مرستیال امام محمد وریماچ پاکستان ته د تیر سېستم په چوکاټ کې د افغانستان د زرګونو ټنو تازه مېوو د لېږد د پیل پر مهال وویل، د دغه سېستم فعالېدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټی چارې قانومندې کړی.
دی وایی: «موږ او تاسې نن پاکستان ته د افغانستان د محمولې د حرکت شاهدان یوو، افغانستان د روانو جنجالونو او سیالیو په بهیر کې هڅې کوی چې هم ژوندی پاتې شی، هم کار وکړی او هم خپل اقتصادی دریځ تل ثابت وساتی.»
ده وویل، افغانستان په ۱۹۹۵ میلادی کال د تیر یا د ټرانزیټ د نړیوال کنوانسیون غړیتوب ترلاسه کړی، خو تراوسه یې ځنې ګټه نه وه اخیستې او په خبره یې چې اوس وتوانېد چې له ښیګڼو یې ګټه واخلی.
افغانستان د منځنۍ او جنوبی اسیا له اکثرو هېوادونو سره سوداګریزې او ټرانزیټی رسمی هوکړې لری، خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مسؤلینو په خبره، په ډېری دغو هېوادونو کې افغان سوداګر له بیرو کراتیکو ستونزو سره مخ شوی، مالونه یې ځنډېدلی او زیانونه ور رسېدلی دی.
د افغانستان د مالیې وزارت مرستیال عبدالله رقیبی په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې د تیر سېستم د کنوانسیون د موادو پلی کېدل به له نورو هېوادونو سره ټرانزیټی او په تېره ګمرکی چارې ساده او ډاډمنې کړی.
ښاغلی رقیبی وویل، د تیر په نړیوال کنوانسیون کې تراوسه اته افغان صادروونکی شرکتونه شامل دی او هڅې کېږی چې نور شرکتونه هم پکې راجستر شی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال محمد یونس مومند سره له دې چې د دغه سېستم د فعالېدلو هرکلی کوی، هیله یې وکړه چې حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره د دغه سېستم د موادو په پلی کولو کې جدی عمل وکړی.
نوموړی وویل: «د هغو شرکتونو موټر چلوونکی چې د تیر په سېستم کې فعالیت کوی، د ویزو ستونزه لری، هیله ده چې د بهرنیو چارو وزارت ورته توجه وکړی، د تیر د کنوانسیون له غړو هېوادونو سره یو اړخیزې او دوه اړخیزې هوکړې باید ځانګړې او عملی شی.»
د تیر ټرانزیټی سېستم په ۱۹۴۹ میلادی کال د ۸ اروپایی هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په هدف رامنځته، په ۱۹۵۹ میلادی کې پکې د نړۍ ډېری هېوادونه شامل او د یو نړیوال کنوانسیون په توګه وپېژندل شو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.