د انتخاباتو کمېسیون: روانه اوونۍ د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهالویش اعلانېږی

گزارشگر:سه شنبه 15 عقرب 1397 - ۱۴ عقرب ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، ټاکل شوې چې روانه اوونۍ د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهالویش اعلان شی.
دا کمېسیون وایی چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د مهالویش د ښه سمون په هدف به د ګوندونو، سیاسی جریانونو او مدنی ټولنو سلا مشورو ته ځانګړی پام وشی.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې ټاکل شوې دغه مهال‎ویش روانه اوونۍ اعلان شی.
ښاغلی سادات زیاته کړه: «په‎دغه اوونۍ کې به د ولسمشرۍ انتخاباتو مهال‎ویش چې د جمعې په ورځ له سیاسی ګوندونو جریانونو، مدنی ټولنو او ناظر بنسټونو سره شریک شوی اعلان شی، په لیکلی بڼه مو د دوی نظریات را واخېستل، د مهال‎ویش د ښه پلی کېدو او غنی کېدو لپاره به د دوی نظریاتو ته ځای ورکړو چې انتخاباتو په ښه توګه ترسره شی.»
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون درې ورځې مخکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه د ۱۳۹۸کال د وری میاشتې ۳۱ نېټه اعلان کړې وه.
د تېرې جمعې په ورځ یو شمېر سیاسی جریانونو، ګوندنو، د مدنی ټولنو استازو او ملی او همدا شان نړیوالو انتخاباتی ناظرو بنسټونو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره د جمهوری ریاست د انتخاباتو د مهال‎ویش لپاره مشورتی غونډه درلوده او خپل وړاندیزونو یې ورسره شریک کړل.
د افغانستان د لوی ملی ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا کمېسیون ته د خپلو وړاندیزونو په اړه ازادی راډیو ته وویل: «زموږ غوښتنې دا وې که کمېسیون په‎دې وتوانېد چې د ولسی جرګې پایلې په شفاف ډول اعلان کړی:
• کمېسیون سره ولسمشریزو انتخاباتو ته ځو
• دوهم په همدې انتخاباتو کې باید د رأیو ورکوونکو نومونو په بایومټریک سیسټم سره ثبت شی.
• درېیم دا چې د انتخاباتو په ورځ باید بایومټریک دستګاوې انلاین وی او دا راسره کمېسیون منلې هم دی.»
بل‎خوا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د افغانستان حزب اسلامی ګوند په مشروط ډول د ولسمشرۍ د انتخاباتو د مهال ویش له اعلانه هرکلی کوی.
د دغه ګوند د رسنیز ټیم غړی فضل غنی حقمل ازادی راډیو ته وویل، دوی په اوسنی ډول د انتخاباتو له ترسره کېدو سره موافق نه‎دی.
ښاغلی حقمل زیاته کړه: «زموږ غوښتنه دا ده چې اوسنی سیسټم زوړ دی او درغلۍ ته زمینه برابروی، باید په انتخاباتی سیسټم کې پراخ اصلاحات راشی، زموږ غوښتنه دا ده چې انتخابات باید د وری په ۳۱مه ترسره شی او هېڅ ډول ځنډ په‌کې را نه‌شی.»
په ورته وخت کې د افغانستان د شفافو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا که څه هم په کمېسیون کې اصلاحات اړین بولی، خو اندېښنه ښیې چې ممکن دغه اصلاحات د ولسمشرۍ د انتخاباتو په مهال‎ویش او نېټې ناوړه اغیز وکړی او انتخابات له ځنډ سره مخ شی.
د دغه بنسټ اجراییوی رییس یوسف رشید وایی، کله د ولسمشرۍ انتخاباتو نېټه کې بدلون راشی د سیاسی او حقوقی مشروعیت بحث یې رامنځ ته کېږی چې دا په خپل ځای د افغانستان د خلکو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.