ننګرهار او نړیوال اسلامی پوهنتون؛ حکـومت څـه لـوبه وکـړه؟

گزارشگر:ارشاد رغاند-ماندگار/ چهار شنبه 30 عقرب 1397 - ۲۹ عقرب ۱۳۹۷

mandegarولسمشرغنی د ننګرهار له یو شمېر خلکو سره په لیدنه کې ادعا وکړه، چې په ننګرهار کې د نړیوال اسلامی پوهنتون په اړه ده او د اسلامی همکاریو سازمان ته غلط معلومات ورکړل شوی وو.
ښاغلی غنی غلط معلومات ورکوونکی د بهرنیو چارو وزارت اړوند وګڼل او د هغوی پرمجازاتولو یې ټینګار وکړ. ده همدا شان ډاډ ورکړ، چې دا پوهنتون به په ننګرهار کې جوړیږی.
نور تورونه او ادعاوې له ننګرهار څخه کابل ته د جوړیدونکی نړیوال اسلامی پوهنتون د لېږدونې د پروژې پریکړه د وزیرانو عالی شورا د لړم د دویمې په میاشتینۍ غونډه کې، چې مشری یې ولسمشر غنی کوله، وکړه. د ارګ د خبرپاڼې له مخې د دغه پوهنتون د انتقال وړاندیز د لوړو زده کړو وزارت د اسلامی همکاریو د دولسم کنفرانس د مصوبې له مخې وکړ. سرچینې ویلی و، چې کابل ته د پوهنتون د لېږدونې وړاندیز دغه وزارت وکړ او کابینې د تایید ترڅنګ د ښار جوړونې وزارت ته د کابل په چارآسیاب ولسوالۍ کې دغه پوهنتون ته د ځمکې د بندوبست لارښوونه وکړه.
له دې سره د ولسمشر ځینو منتقدینو تور پورې کړ، چې هغه د ټاکنیز کمپاین لپاره دا پوهنتون له ننګرهاره ګرځولی او بیرته به یې ورکړی. ځینو لا ویل، چې هغه دا پوهنتون چارآسیاب ته ځکه لېږدوی، چې یو خو د ولسمشر پلرنی ولایت(لوګر) سره ګاونډی دی او بل پردې سیمه د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار دی. منتقدینو په امتیازی ډول د ښاغلی حکمتیار ډلې ته د دغه پوهنتون د واک سپارلو وړاندوینه هم کړې وه.
په هرحال، نور تورونه ریښتیا نه شول، خو ولسمشر د یوې وړاندوینې مطابق تر سختو ولسی او سیاسی اعتراضونو وروسته یاد پوهنتون بیرته ننګرهار ته ورکړ. حکومتی ګډوډی دلته یو څه چې ډېر په روښانه لیدل کیږی، د افغانستان په حکومتی نظام کې پراخه ګډوډی، بې نظمی او د ځینو په اصطلاح د واک او پریکړو فردی یا ټیمی انحصار دی. ولسمشر غنی، چې خلکو د پوهنتون د انتقال په مسئله کې ټول تورونه پر ده لګول، یو مخ ځان سپین او پړه د بهړنیو چارو وزارت پر ځینو مسولینو واچوله.
غالباً هدف به دا و چې هغوی د اسلامی همکاریو سازمان ته په ننګرهار کې د اسلامی پوهنتون د جوړیدو په اړه غلط ذهنیت ورکړی وی.
په دې برخه کې څو ټکی د پام وړ دی:
– که د بهرنیو چارو وزارت په غلطو معلوماتو پوهنتون د تمویلونکو اسلامی هېوادونو ذهنیت خراب کړی وی او دغه سازمان د لوړو زده کړو وزارت ته خپل بدل شوی نظر رسولی وی، دې وزارت ولې دا موضوع زر سمدلاسه د وزیرانو شورا د غونډې په اجنډا کې شامله کړی شوه؟
– د وزیرانو شورا مخکې د داسې بحثونو لپاره تخصصی او بین الوزارتی کمېټې لرلې. مثلاً: اقتصادی، علمی او فرهنګی، ټولنیزه او ورته نورې کمېټې. اوس هغه کمېټې نشته که واک و صلاحیت ځنې اخیستل شوی؟
– ولسمشر د لسګونه سلاکارانو په ډله کی څو تنه علمی مشاورین لری، چې یو ارشد مشاور یې د ننګرهار دی. دوی یې تش په نوم ساتلی؟ مشورې ترې نه اخلی او که دوی غلطې مشورې ورکوی؟
– حکومت ولې په دومره وخت کې د داسې پارونکې مسئلې د څېړلو او ولس ته د ریښتیا ویلو لپاره کوم پلاوی ونه ټاکه؟
– څوک دا باوروی، چې د ولسمشر ادعاوې به په دې اړه ریښتیا او د سرغړونکو د مجازات ژمنه به عملی وی؟ او… پایله حکومت او په سر کې یې ولسمشر که منی کنه، هم د اسلامی پوهنتون په موضوع او هم په نورو وعده خلافیو کې ننګرهاریانو؛ بلکې ټول ولس ته کم اعتباره شوی دی. دوی د حکومتولۍ، بې غورۍ او توپیری چلند په رامنځته کړې دغه فضا کې خلکو ته ضدو نقیضې او د ورځې په نرخ ډېرې خبرې کوی، خو پایلو او جانبی عوارضو ته نظر نه کوی. څه موده مخکې چې غزنی پرله پسې څو ورځې تر سختو بریدونو لاندې او سقوط ته نیږدې و، ولسمشر غنی مدعی شو چې د غزنی د وضعیت په اړه غلط معلومات ورکړل شوی وو. هغه ممکن غوښتل، په دې خبره د خلکو له سمدستی نیوکو ځان خلاص کړی، خو دا یې هېر و چې د اعلی سرقومندان او د ۲۰ ساعته مسلسل کار او پر وضعیت د بشپړ مسلط د مدعی په توګه یې خپل رسمی حیثیت څومره زیانمن او تر سوال لاندې راوسته.
حکومت ته په ټوله کې په کار ده، چې له ولس سره داسې لوبې نور تکرار نه کړی، چې یوه ورځ ورته په ګټه او بیا اوږده موده په بې باورۍ او تاوان تمامیږی. د دې وضعیت د رغولو لپاره د حکومتولۍ د سیستم منظمول، مسولانه کول او له احتمالی انحصارګرۍ ژغورل هم خورا ضرور دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.