دفاع وزارت: د افغانستان سرتېرو د مرګ ژوبلې د مخنیوی ستراتیژۍ ښه نتیجه ورکړې

گزارشگر:یک شنبه 4 قوس 1397 - ۰۳ قوس ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان دفاع وزارت وایی، د جګړې په ډګر کې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې د مخنیوی ستراتیژۍ ښه نتیجه ورکړې.
دغه وزارت د جګړې په ډګر کې د افغانستان سرتېرو د مرګ ژوبلې د مخینوی ستراتیژی ګټوره بولی او پر لا پیاوړتیا یې ټینګار کوی.
د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادی راډیو ته وویل چې د دغې ستراتیژۍ په پلی کېدو سره افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې ښې لاسته راوړنې لری او وسله والو مخالفینو ته یې زیات تلفات هم اړولی دی.
دی وایی: «په ډېرو سیمو کې موږ ښې لاسته راوړنې لرو، په یو شمېر سیمو کې وړې پوستې ټولې شوی او په لویو بیسونو بدلې شوی دی، په ټوله کې د دغې ستراتیژۍ اغېز یو څه ښه دی، د عملی کېدو او پیاوړتیا لپاره موږ لا هڅې کوو، څو موثریت یې لا ډېر شی.»
ښاغلی جاوید وایی، د یادې ستراتیژۍ له مخې په کندز، غزنی، بغلان او د هېواد یو شمېر نورو سیمو کې افغان ځواکونو بریالی عملیات کړی او او زیات شمېر سیمې یې له وسله والو مخالفینو پاکې کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت شااوخوا یوه اوونۍ وړاندې د جګړې په ډګر کې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې د مخنیوی په هدف د یوې ستراتیژۍ د جوړېدو خبره وکړه.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغې ستراتیژۍ پر بنسټ کوچنۍ امنیتی پوستې له لویو مرکزونو سره یو ځای کېږی او د افغان ځواکونو په تهاجمی حملو کې هم زیاتوالی راځی.
دا شان ویل شوی چې د نوې ستراتېژۍ په چوکاټ کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د افغان ځواکونو کومانډویی او هوایی عملیات هم زیاتېږی.
د افغانستان دفاع وزارت وروسته له هغه د جګړې په ډګر کې د افغانستان سرتېرو د مرګ ژوبلې د مخینوی د ستراتیژۍ د جوړېدو خبر ورکړ چې ولسمشر محمد اشرف غنی څه موده وړاندې په تېرو څلورو کلونو کې د ۲۸ زره پولیسو او د ملی اردو د ځواکونو د وژل کېدو خبره وکړه.
تر دې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلی وو چې یوازې د نوامبر له نهمې تر پنځلسمې لږترلږه ۲۴۲ افغان پوځیان وژل شوی دی.
د ورځپاڼې په خبره، د ولسمشر غنی له خوا د دغو اعلان شویو شمېرو له مخې، هره ورځ ۲۵ افغان سرتېری چې په اوونۍ کې ۱۷۵ تنه کېږی، وژل کېږی.
د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې د کچې لوړېدو وروسته د افغانستان ولسی جرګې څو ورځې وړاندې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو څخه په استجوابیه غونډه کې وغوښتل چې له هرو ممکنو لارو د ځواکونو تلفات راکم کړی.
که څه هم د افغانستان دفاع وزارت د جګړې په ډګر کې د افغان سرتېرو د مخینوی ستراتیژی ګټوره بولی، خو د پوځی چارو کارپوه عتیق الله امرخېل بیا وایی چې دغې ستراتیژۍ تر دې مهاله کومه مثبته ګټه نه ده لرلې.
ده وویل: «کوم پلان چې دوی طرحه کړ چې له ځینو ځایونو نه یې پوستې را وویستې او ځینی نور کارونه یې وکړل، تر اوسه یې کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې، ابتکار اوس هم د طالب او دښمن په لاس کې دی، لومړنۍ حملې هغوی کوی، دا چې دوی ویل چې موږ به تعرض کوو او دښمن تعقیبوو، هغه تر اوسه نشته، یعنې اوس هم هغوی حمله کوی او دوی دفاع کوی.»
ښاغلی امرخېل وایی، تر کومې چې افغان سرتېری د جګړې په ډګر کې ابتکار په خپل لاس کې وانه خلی، یاده ستراتیژی کومه نتیجه نشی لرلای.
نوموړی وایی، د تعرضی حملو لپاره پکار ده چې کشفی او استخباراتی ارګانونه افغانستان سرتېرو ته پوره معلومات ورکړی، څو له تلفاتو پرته عملیات ترسره کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.