د کابل د انتخاباتی پایلو د اعلان په اړه د انتخاباتی مسؤلینو د څرګندونو تناقض!

گزارشگر:سه شنبه 27 قوس 1397 - ۲۶ قوس ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، هڅه کوی چې د اوونۍ تر پایه د کابل د انتخاباتو لومړنی نتایج اعلان کړی.
کابل، پکتیا، بغلان او ننګرهار هغه ولایتونه دی چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون‌یې په رأیو کې د ستونزو خبره کوی، خو یاد کمېسیون هیله ښیی او هڅه کوی چې دغه ستونزې ژر تر ژره هوارې شی.
د کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۲۶» د یوې ناستې پر مهال وویل، د کابل د رأی شمېرنې بهیر پای ته رسېدلی او د اوونۍ تر پایه به لومړنی نتایج له خلکو سره شریک شی.
ده وویل: «یوازې څلور ولایتونه دی چې ډېر ژر به‌یې نتایج اعلان شی، ځکه په دغو ولایتونو کې یو څه ستونزې موجودې وې چې ډېر ژر به هوارې شی او نتایج به‌یې له خلکو سره شریک شی.»
خو د کمېسیون یو شمېر نور غړی وایی، د کابل په رأیو کې د شته ستونزو له امله به‌یې نتایج یو څه په ځنډ سره اعلان شی.
د کمېسیون کمېشنرې ملیحې حسن د ناستې په پای کې ازادی راډیو ته وویل، د شکایتونو د کمېسیون له څېړنو وروسته به د ولسی جرګې د نتایجو د اعلان په لومړنی لېست کې بدلون راشی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه د ۲۹ ولایتونو ابتدایی نتایج اعلان کړی او دغه کمېسیون وایی، ډېټابېس ته د کابل په ګډون د څلورو ولایتونو د رأیو د انتقال بهیر روان دی.
که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دغې پروسه کې د شفافیت په اړه ډاډ څرګندوی، خو لا هم د کمېسیون پر کارونو د څارونکو او معترضو نوماندانو انتقادونه موجود دی.
د افغانستان د خپلواکو نوماندانو شبکه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په فساد او تقلب تورنوی او له دغه کمېسیونه غواړی چې له خلکو بخښنه وغواړی.
د دغو نوماندانو په استازیتوب له کابل ولایته نوماند محمد قاسم فکری د دوشنبې په ورځ یوې اعتراضیه ناستې ته په وینا کې وویل: «زموږ غوښتنه له انتخاباتو خپلواک کمېسیونه دا ده چې باید له خلکو بخښنه وغواړی او د انتخاباتو رأیې باطلې اعلان کړی او یا هم د غیر بایو مټریک رأیو چې کوم صندوقونه د هېواد په ګوت ګوټ کې ډک شوی، باطل اعلان کړی، کنه موږ به په ټولو مدنی حرکتونو مظاهرو، خیمو وهلو او لارو بندولو لاس پورې کړو.»
په ورته وخت کې د انتخاباتو د څار بنسټ رئیس حبیب‌الرحمان ننګ وایی، دوی باوری نه‌دی چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وکولای شی چې د ولسی جرګې د انتخاباتو وروستی نتایج په خپل وخت کې اعلان کړی.
نوموړی کمېسیون له قانونه په سرغړونه تورنوی او ټینګار کوی چې د خلکو رأیو ته باید درناوی وشی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.