کرزی غواړی په ټاکنو کې له طالبانو او اسلامی حزب نه ګټه پورته کړی

- ۰۱ دلو ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې ولسمشر کرزی ویلی ول، امریکا ورسره منلې ټول زندانونه به افغانانو ته سپاری او ناټو افغان ځواکونو ته د زندانونو سپارل ځنډولی یوشمېر شننونکی وایی، چې ښاغلی کرزی او ټیم یې غواړی، چې د طالب بندیانو په خوشې کېدو سره له هغوی نه په ټاکنو کې د یوې وسیلې په توګه ګټه پورته کړی.
شنناندی همدارنګه وایی، چې امریکا له زندانونه د طالب بندیانو په خوشې کېدو اندېښنې لری.
د پوځی او سیاسی چارو شننونکی جاوېد کوهستانی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې په واشنګټن کې ولسمشر کرزی او ولسمشر باراک اوباما د خبری کنفرانس پرمهال هم ولسمشر کرزی یادونه وکړه، چې اوباما ورسره منلې ټول زندانونه به افغان حکومت ته سپاری.
هغه وایی، په داسې حال کې چې په همدې کنفرانس کې باراک اوباما په دې اړه هېڅ یادونه ونه کړه او له دې داسې ښکاره شوه چې ښاغلی کرزی په تحمیلی ډول دا په امریکایانو منی، چې زندانونه دې افغان دولت ته وسپارل شی.
نوموړی زیاتوی، د هغه له څرګندونو داسې ښکارېده چې په دې اړه هېڅ کوم بحث نه دی شوی او نه هم پرې دواړو لوریو توافق کړی دی.
د ښاغلی کوهستانی په خبره، دا چې اوس یې افغان لوری ته د زندانونو سپارل ځنډولی، لامل یې د هغو زندانونو له خوشې کېدو د امریکا اندېښنه ده، چې یا لاس په لاس او یا هم په مشکوک ډول نیول شوی دی، چې وسله وال طالبان دی.
دی په دې اند دی، ځکه له دې وړاندې هم دغسې یوشمېر طالبان پرته له قانونی مراحلو او قانونی بند نه، خوشې شول او بېرته د طالبانو له لیکو سره یو ځای شول؛ چې په حقیقت کې دغه کړنه کولای شی د طالبانو لیکې پیاوړې کړی، لکه په کور دننه او یا هم د پاکستان له زندانونه طالب بندیان خوشې کېږی.
جاوېد کوهستانی وایی، دا له امریکا سره د ولسمشر کرزی د نظر د اختلاف څرګندونه کوی، چې امریکایی حکومت د طالبانو له سره د داسې ډلې چې ګواښوونکې او ننګوونکې وی، له پیاوړی کېدو او غښتلی کېدو اندېښنه لری، له نېږدې یې څاری او  د دې لړۍ د غځوولو مخه نیسی.
هغه زیاتوی، د امریکا حکومت د سیمه ییزو قوماندانانو  او یا هم د هغو طالبانو چې په مستند ډول نیول شوی، بې له قیدو بند او قانونی مراحل تېرونې د خوشې کېدو مخالف دی او په بېلابېلو بهانو غواړی چې هغوی وساتی.
د نوموړی په خبره، دا د دې ښکارندویی هم کوی، چې امریکا د سولې په برخه کې د افغان حکومت د یو طرفه کړنو او هڅو ملاتړ نه کوی او ورسره همغږې نه دی.
د یاد سیاسی شنناند په وینا، همدارنګه امریکا درک کوی، چې ښاغلی کرزی او ټیم یې، په راتلونکیو ټاکنو کې او یا هم د ټاکنو په تحریم کې له طالبانو او اسلامی حزب نه ګټه پورته کوی.
هغه وایی، امریکا ته د ښاغلی کرزی د سفر پرمهال په ولسمشر کرزی د ټاکنو لپاره د ښې زمینې برابرول، له فساد سره مبارزه او نورو برخو کې زیات فشارونه راغلل او ولسمشر کرزی امریکایی ځواکونو ته د قضایی مصوونیت مسله له همدې امله لویې جرګې ته پرېښوده چې په حقیقت کې لویه جرګه د امریکایی ځواکونو او امریکایی پوځی اډو لپاره یو ګواښ دی.
د ده په خبره، تر هغې چې امریکا د ولسمشر کرزی او د هغه د ټیم له غوښتنو سره همغږی پیدا نه کړی او ویې نه منی نو ولسمشر به د امریکایی ځواکونو د قضایی مصوونیت هوکړه لاسلیک نه کړی.
ښاغلی جاوېد کوهستانی وایی، لویه جرګه د ښاغلی کرزی د غوښتنو او د هغه په واک کې د پاتې کېدو لپاره د امریکا پر مخ یوه درنه څپېړه ده، تر هغې چې د نوموړی غوښتنې ومنل شی، هغه د ټاکنو له لارې وی یا هم بن بست او ناورین ته د ټاکنو د رسېدو، د اساسی قانون د بدلون او یا له نورو لارو چارو.
هغه وایی، چې د امریکا او افغانستان تر منځ اړیکې خړې دی او تر اوسه په سیمه ییزه کچه یو ګډ نظر د دواړو ترمنځ شتون نه لری.
همدارنګه د حقوقی او سیاسی چارو شننونکی فاروق بشر ماندګار ورځپاڼې ته وویل، امریکا ته د ولسمشرکرزی د سفر پرمهال امریکا ورسره ومنله چې ټول زندانونه به افغان حکومت ته سپاری او د افغانستان خپلواکی او حاکمیت تامین کړی.
دی زیاتوی، ایساف د بندیانو په اړه یوه څېړنه کړې وه، چې په یوشمېر زندانونو کې انسانی چلن چې لازم دی له بندیانو سره نه دی شوی.
هغه وویل، په کار ده چې زندانونه افغان لوری ته وسپارل شی؛ خو ایساف او امریکا دې پرې څارنه ولری او روښانه کړی، چې چېرې د بشر حقونه نقض کېږی او یا ورسره ناسم چلن نه کېږی.
د نوموړی په وینا، که چېرې نړیوال ځواکونه فکر کوی، ټولې هغه اسانتیاوې چې په اروپا او امریکا کې زندانیانو ته شته دلته دې هم ورته برابرې شی، د دې امکان نشته او نه افغان حکومت دا وړتیا لری چې ټولې هماغه اسانتیاوې دې ورته برابرې کړی.
استاد فاروق بشر وایی، سره له دې چې دغه اسانتیاوې نشته خو افغانستان یو خپلواک هېواد دی او باید چې زندانونه ورته وسپارل شی.
د نوموړی په خبره، د امریکا او افغانستان په اړیکو کې ډېر سوړ والی راغلی، هغه اړیکې چې ولسمشر کرزی یا افغان حکومت له بوش او یا د اوباما په لومړیو کلونو کې ورسره درلودې اوس یې نه لری.
دی وایی، دا چې د ولسمشرکرزی وروستی وختونه دی او پوهېږی چې نور نو په واک کې نشی پاتې کېدای، هڅه کوی چې خلکو او ولس ته ځان ټولو اساساتو او معیارونو ته پابند وښیی.
د ښاغلی بشر په وینا، دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په فساد کې ډوب شوی او ولسمشر وایی، چې فساد غوغا کوی، خو تر اوسه هیڅوک د فساد په تور نه دی محاکمه شوی او نه نیول شوی. هغه وایی، دا د دې ښودنه کوی چې دلته قانون نه پلی کېږی او په کومه ټولنه کې چې قانون پلی نشی او له قانون نه سرغړونې کېږی هلته عدالت نه تامېنږی او چې عدالت تامین نشی نو د بشر حقونه نقض کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.