د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون: کېدای شی چې د ځینو ولایتونو په ټاکنیزو پایلو کې سل سلنه بدلون راشی

گزارشگر:دو شنبه 3 جدی 1397 - ۰۲ جدی ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون وایی چې د ثبت شویو شکایتونو مستندوالی ته په کتو، کېدای شی چې د ځینو ولایتونو په لومړنیو پایلو کې سل فیصده تغیرات راشی.
د افغانستان د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون وایی چې د یو شمېر ولایتونو د بیا ځلی ثبت شویو شکایتونو څېړنه بشپړه شوې او د ځینو ولایتونو د څېړنې په حال کې دی.
د دغه کمېسیون مرستیالې حمیرا حقمل د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، د څېړل شویو شکایتونو له مخې کېدای شی چې د ځینو ولایتونو په لومړنیو پایلو کې سل تر پنځوس فیصده تغیرات راشی.
دې وویل: «په پایلو کې بدلون حتمی دی، د ثبت شویو شکایتونو مستندوالی ته په کتو کېدای شی چې په ځینو ولایتونو کې سل په ځینو کې پنځوس او په ځینو کې اویا په سلو کې په لومړنیو لېستونو کې تغیرات راشی.»
دا چې په څومره شمېر کې شکایتونه ثبت شوی او د څو ولایتونو یې شمېرل شوی، اغلې حقمل یې په اړه معلومات ورنه کړل.
خو نوموړې زیاته کړه چې شکایتونه په ولایتونو کې ثبت شوی او لومړۍ څېړنه یې هم هلته کېږی او ځینی اوس هم د ثبت په حال کې دی.
ټاکل شوې وه چې د ۱۳۹۷ کال د ولسی جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د عقرب په ۱۹مه اعلان شی، خو د انتخاباتو کمېسیون وایی چې په انتخاباتو کې یو شمېر ستونزو او شکایتونو ته په کتو، دغه پایلې په مقطعی ډول اعلانوی.
د یاد کمېسیون چارواکی وایی چې تر اوسه یې د ولسی جرګې د انتخاباتو د ۳۰ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړی او ټاکل شوې چې د کابل، پکتیا او بغلان ولایتونو او د کوچیانو د حوزې پایلې هم ژر اعلان شی.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات ازادی راډیو ته وویل، دا د شکایتونو د کمېسیون مسؤلیت دی چې ثبت شویو شکایتونو ته شفافه رسېدنه وکړی او په لومړنیو پایلو کې بدلون حتمی امر دی.
نوموړی وویل: «د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ۳۰ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، د شکایونو کمېسیون مسؤلیت لری، څو ټولو ثبت شویو شکایتونو ته رسیده ګی وکړی، حق حقدار ته وسپاری، ممکن په لومړنیو پایلو کې تغیرات راشی.»
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوی رئیس یوسف رشید وایی، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د لومړنیو پایلو په اعلان کې له احتیاطه کار نه دی اخیستی، نو لازمه ده چې د شکایتونو کمېسیون ثبت شوی شکایتونه په دقت وڅېړی.
دا چې د ولسی جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې به څه وخت اعلانېږی، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یې په اړه معلومات نه ورکوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.