- ۰۵ جدی ۱۳۹۷
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وایی، د جګړې تر څنګ وچکالی هغه څه و چې سږ کالیې زرګونه افغانان له خپلو مېنو بېځایه کړل.
نوموړی وایی، په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د جګړو او وچکالۍ له امله له ۹۲ زرو څخه ډېرې کورنۍ بېځایه شوې دی.
سید عالمی بلخی د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۴» د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې پهدې اړه وویل: «په ۱۳۹۷ لمریز کال کې په خواشینۍ سره چې د جګړو او ناامنیو تر څنګ د وچکالۍ له امله هم ډېرې کورنۍ بېځایه شوی، د جګړو او وچکالۍ له امله په ټوله کې ۹۲ زره او یو سلو ۹۴ کورنیو ته رسېږی.»
ښاغلی بلخی وویل، دغه کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لری او د افغانستان ملی شورا باید د راتلونکی کال په بودجه کې دغو بېځایه شویو ته جدی پام وکړی.
افغانستان په وروستۍ لسیزه کې سختو وچکالیو ځپلی دی چې تر ډېرهیې د خلکو کرنې او مالدارۍ ته زیان اړولی دی.
د افغانستان د طبیعی پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال په ټول هېواد کې شااوخوا ۲،۲ میلیونه وګړی، بېړنیو غذایی مرستو ته اړتیا لری.
د دغه وزارت په خبره په تېرو څو کلونو کې څه باندې پنځه لکه کسان د وچکالۍ او ناامنیو له امله له خپلو اصلی مېنو نورو سیمو ته کوچېدلی چې مرستو ته اړتیا لری.
له بلېخوا د مشرانو جرګې غړی د وچکالۍ تر څنګ په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ناوړه وضعیت هم د اندېښنې وړ یاد کړ. د دغو سناتورانو له ډلې ډاکتر غیرت بهیر وویل، افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړی ډول ایران او پاکستان کې وهل او ټکول کېږی او ترې سیاسی ګټه اخیستل کېږی.
نوموړی زیاته کړه: «په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی، وهل کیږی، سپکاوی ورته کېږی او د ځینو هېوادونو له لوری جګړو ته استول کېږی؛ له هغې ډلې د سوریې جګړې ته چې دې مسئلې ته باید جدی پاملرنه وشی.»
په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند که څه هم کومه نوې خبره نهده، خو تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې یوې وېډیو چې پهکې یو ایرانی پولیس ښودل کېږی چې یو شمېر افغانان وهی او سپکې سپورې ورته وایی، په افغانستان کې دننه د خلکو سخته غصه راوپاروله.
دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر راپورونو له مخې، اوسمهال شااوخوا یو میلیون افغانان په ایران کې کډوال دی چې وخت ناوخته ورسره د ایرانیانو د ناوړه چلند په اړ راپورونه ورکول کېږی.
خو د افغانستان د کډوالو چارو وزیر وایی، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواری لپاره هلې ځلې روانې او تر یوې اندازې یې ستونزې هوارې شوې دی.
Comments are closed.