د سولې شورا: د جدې ناسته حکومت لپاره د سولې په برخه کې یوه نوې هیله ده

گزارشگر:شنبه 8 جدی 1397 - ۰۷ جدی ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان، پاکستان، امریکا او طالبانو استازی داځل په جده کې ناسته کوی.
د جدې ناستې یو ځل بیا د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره د افغانستان د سولې د عالی شورا هیلې راټوکولی او دغه شورا ټینګار کوی چې دغه ناسته د افغانستان د حکومت لپاره د سولې په برخه کې یوه نوې هیله ده.
د سولې د عالی شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د افغانستان د سولې په اړه دغه ناسته راتلونکې اوونۍ په جدې ښار کې ترسره کېږی.
ښاغلی سلیم وایی، د دغې ناستې هدف د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول او په دې بهیر کې د شته ستونزو له منځه وړل دی.
د ده په خبره، د جدې په ناسته کې به طالب استازی هم یو لړ مسایل د بحث لپاره مطرح کړی.
ده وویل: «هیله لرم دغه ناسته چې د ابوظبۍ د ناستې په دوام ترسره کېږی، په کې د یو لړ پرمختګونو شاهدان واوسو، ځکه طالبانو هم ژمنه کړې وه چې د نا حل شویو مواردو په اړه له رهبرۍ سره خبرې کوی، نو د جدی په ناسته کې به یو لړ ښه پرمختګونه ولرو.»
د سولې د عالی شورا په خبره، د جدې ناسته د ابوظبۍ د غونډې په دوام ترسره کېږی چې په کې به د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د افغانستان، پاکستان، متحده عربی اماراتو، سعودی عربستان او طالبانو استازی هم ګډون کوی.
دغه شورا وایی، داسې هیلې شته چې د جدې ناسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لار هواره کړی، خو دا چې دغه ناسته د راتلونکې اوونۍ په کومه ورځ ترسره کېږی، په دې اړه څه نه وایی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې په اړه په متحده عربی اماراتو کې د ابوظبۍ له ناستې څه باندې یوه اوونۍ تېرېږی.
په دغه ناسته کې د افغانسان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او یو شمېر نورو امریکایی چارواکو په ګډون، د پاکستان، متحده عربی اماراتو، سعودی عربستان او د سولې د عالی شورا یوه پلاوی ګډون کړی و.
که څه حکومت اجرائیه ریاست او د سولې عالی شورا هغه مهال هیله ښودلې وه چې د دغې ناستې په دوهمه ورځ به طالب پلاوی د افغان حکومت له استازو سره خبرې وکړی، خو طالب استازو له دغه پلاوی سره و نه کتل.
د ابوظبۍ د ناستې په درېیمه او وروستۍ ورځ هم د افغانستان پلاوی هڅې بې نتیجې وې چې افغان حکومت یې د طالب پلاوی د دغې کړنې په وړاندې کلک غبرګون ته اړ کړ او ولسمشرۍ ماڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې طالب پلاوی په دغه ناسته کې د دوی د توقع خلاف عمل وکړ او دا یې وښوده چې د سولې خبرو ته ژمن نه دی او د جګړې دوام غواړی چې دغه چاره به طالبان سیاسی ماتې سره مخ کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.