- ۰۲ دلو ۱۳۹۷
له ډېرو ناندریو او ګونګوسو وروسته بالاخره د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی پرون په قطر کې د طالبانو له استازو سره وکتل.
په قطر کې د طالبانو سیاسی دفتر پرانیستی دی.
زلمی خلیلزاد د طالبانو له استازو سره وروسته له هغې خبرې کوی چې اسلاماباد ته په سفر کې یې له پاکستانی چارواکو سره د خبرو ستاینه کړې وه.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پرون په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې د طالبانو د مشرانو او امریکایی چارواکو ترمنځ نن دوشنبه خبرې په قطر کې پیل شوې.
د طالبانو یوې سرچینې پرون دوشنبه ازادی راډیو ته وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او په دوحه کې د طالبانو د سیاسی دفتر د غړو ترمنځ خبرې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر مېکانیزم او څرنګوالی متمرکزې وې.
دا هغه مسئله وه چې له دې مخکې د طالبانو یو شمېر سرچینو ازادی راډیو ته له امریکایی چارواکو سره د اختلاف وړ یوه اساسی مسئله یاده کړې وه او ویلی یې و چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور او د دې مسئلې یقینی کول چې له افغانستانه به بیا القاعده پر نورو هېوادونو د حملو لپاره د اډې په توګه کار نهاخلی، هغه دوه موضوعات و چې دواړو لورو په قطر کې د نومبر د میاشتې په غونډه کې پرې سلا کړې وه چې په بله غونډه کې پرې بحث کوی.
طالبانو دا تور هم پورې کړی و چې امریکایی چارواکو د مخکېنی توافق خلاف د خبرو اجنډا ډېره پراخه کړې ده.
له هغې راهیسې په تېره بیا سیمې ته د ښاغلی خلیلزاد پهدې سفر کې چې د جنوری له اتمې یې پیل کړی، د طالبانو له لوری له امریکایی پلاوی سره د خبرو نهکولو مسئله په تېره بیا د طالبانو له هغه خبرداری وروسته ډېره مطرح شوه چې ویلی یې و، که امریکا په افغانستان کې د خپل پوځی حضور په اړه خبرې متمرکزې نهکړی له واشنګټن سره به تماسونه قطع کړی.
په دوحه کې د طالبانو د استازو او د امریکایی پلاوی ترمنځ د تېرې ورځې د خبرو نور جزئیات نهدی څرګند شوی.
په کابل کې د امریکا سفارت او په خپله خلیلزاد چې د خپلو لیدنو کتنو لنډ جزئیات د ټویټر له لارې له رسنیو سره شریکوی، د دغو خبرو په اړه څه نهدی ویلی، خو تر دوحې مخکې نوموړی په وروستی ټویټر کې په اسلاماباد کې له پاکستانی چارواکو سره خپلې لیدنې کتنې ګټورې بللې وې.
خلیلزاد د یکشنبې په شپه پر خپله ټویټرپاڼه په یوه پیغام کې لیکلی و چې د افغان سولې د پر مخ وړلو لپاره د پاکستان اراده ستایی.
ښاغلی خلیلزاد لیکلی، موږ پر سم لوری روان یو او د پاکستان له لوری څه زیات اقدامات به موږ مشخصو نتیجو ته ورسوی.
ښاغلی خلیلزاد پاکستان ته په سفر کې د دې هېواد له صدراعظم عمران خان، د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه، د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشی او یو شمېر نورو چارواکو سره کتلی و.
له اسلاماباد څخه د ښاغلی خلیلزاد د کتنې پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د شنبې په ورځ ویلی و چې پاکستان هڅه کوی چې د امریکایی پلاوی او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو د بل دور کوربهتوب وکړی.
Comments are closed.