د لاجـوردو پر لار تللې مـوټـرې ۳ ورځې وروسته بېـرته را رسېـږی

- ۱۳ دلو ۱۳۹۷

mandegarد لاجوردو پر لار تللې موټرې له باکیفیته وارداتی توکو سره تر درېیو ورځو بېرته افغانستان ته را رسېږی.
هغه لارۍ موټرې چې د لومړی ځل لپاره د لاجوردو په تاریخی لار یې افغانی توکی تر ترکیې او اروپایی بازارونو ورسول، په وارداتی مالونو بار بېرته افغانستان ته را روانې شوې دی.
د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وایی، دغه لارۍ موټرې چې په باکیفیته توکو بار دی، دا وخت په اذربایجان کې دی چې ممکن تر راتلونکو درېیو ورځو افغانستان ته را ورسېږی.
د یاد وزارت مرستیال امام محمد وریماچ د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، دا کار د لاجوردو له لارې د دوه اړخیزې استفادې ډاډ ورکوی.
دی وایی: «موټرو حرکت راکړی او کېدای شی چې په درېیو ورځو کې دا کاروان بېرته هېواد ته را ورسېږی، دغه اجناس چې را وردېږی، مستقیماً له ترکیې او اروپایی بازارونو اخیستل شوی دی، کوم چې د لېرو لارو په پرتله ژر را رسېږی او ارزانه به وی.»
ښاغلی وریماچ وایی، دوی دې نتیجې ته رسېدلی چې د لاجوردو پر لار د ترکی او اروپایی مالونو واردول د پاکستان د لارې په پرتله چټک او ارزانه پرېوځی.
د لاجوردو لار افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې له ترکیې سره وصلوی.
افغان حکومت د تېرې لیندۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه د لاجوردو تاریخی لار پرانیسته او په نهو لاریو موټرو کې یې له همدې لارې خپل توکی ترکیې او اروپا ته واستول.
له دې سره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی، د لاجوردو له لارې دوه اړخیزه استفاده به د ترکیې او افغانستان تر منځ سوداګری ارزانه او پراخه کړی.
د یادې خونې مرستیال خان جان الکوزی ازادی راډیو ته وویل: «دا نوی کار و چې ډېر وخت یعنې تقریباً څه کم دوه میاشتې وخت یې ونیوه، خو دا به په راتلونکی کې ښه شی ان شالله، مونږه له ترکیې سره شااوخوا نهه سوه میلیونه ډالره سوداګری لرو او دا مالونه تر اوسه د ایران له لارې تلل، په داسې حال کې چې ځینی بندیزونه هم و، اوس دا لار له هغې نږدې او اسانه ده چې مونږ هیله مند یوو چې ورسره به سوداګری لا ښه شی.»
د ښاغلی الکوزی په خبره، افغانستان ته له ترکیې تر ډېره کېمیاوی مواد، خوراکی توکی، لباس، فرنیچر، برقی سامان الات، فرشی قالینې او ځینی نور توکی راوړل کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.