سیګار: د تاریاکـو د قیمت ټیټوالـی کوکنـارو ته د کـروندګرو لېـوالتیا کمـه کـړې

- ۲۰ دلو ۱۳۹۷

د سیګار په تازه راپور کې راغلی چې په افغانستان کې د تاریاکو بیه څو برابره راټیټه شوې او همدا علت دی چې د کوکنارو له کښت سره د بزګرو لېوالتیا هم کمه شوې ده.
د سیګار په هغه تازه راپور کې چې د افغانستان درې میاشتنی وضعیت پکې څېړل شوی او د امریکا کانګرس ته وړاندې شوی، راغلی چې د نشه یی موادو له لارې تر لاسه شوی ناروا عواید په سلو کې ۴۲ سلنه راکم شوی دی.
د افغانستان لپاره د امریکایی مرستو د څار او څېړنې ادارې سیګار څېړنې ښیی چې په ۲۰۱۷ میلادی کال کې د تاریاکو عواید یو اعشاریه څلور میلیارده ډالر وو، خو په ۲۰۱۸ میلادی کال کې دا عواید شپږ سوه میلیونو ډالرو ته را کښته شوی دی.
له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت د سروې رئیس نجیب الله احمدی ازادی راډیو ته وویل، د ځینو دلایلو له مخې بزګرو د کوکنارو کافی حاصلات وا نه خیستل، دغه ډول د تاریاکو د ارزانۍ له امله هم بزګرو ته ډېر زیان ورسېد.
دی وایی: «په ۲۰۱۸ کال کې د بزګرو عواید شپږ سوه میلیونه امریکایی ډالره وو، ځکه چې د تاریاکو بیې په سلو کې ۵۶ را ټیټی شوې وې، د تاریاکو د تولید د کموالی دوه اساسی لاملونه وو، یو د افغانستان په شمال او لوېدیځ سیمو کې وچکالی وه، بزګرانو د کوکنارو له کښتونو چندان حاصلات وا نه خیستل، دوهم دا چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله نشه یی مواد ارزانه شوی دی، تېر کال د یوه کیلو ګرامو تاریاکو بیه ۱۳۱ امریکایی ډالره او په ۲۰۱۸ کال کې یو کیلو ګرام تاریاک په ۷۶ امریکایی ډالره وه.»
له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت وایی، د نشه یی موادو پر خلاف د افغان هوایی ځواکونو عملیات ګټور وو، ځکه چې په نتیجه کې یې د نشه یی موادو د جوړولو لسګونه فابریکې ویجاړې او قاچاق کوونکو نړیوالو بازارونو ته لږ نشه یی مواد ورسول.
د سیګار په راپور کې راغلی چې د امریکا متحده ایالتونو په تېرو ۱۸ کلونو کې له نشه یی موادو سره د مبارزې په برخه کې ۹ میلیارده امریکایی ډالر لګولی، خو مثبته نتیجه یې نه درلوده.
له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت د پالېسۍ او ستراتیژۍ پخوانی معین داکتر محمد ظفر وایی چې یوازې تشویقی پروګرامونه د کوکنارو د کښت مخه نه شی نیولای، هغه بزګران چې تاریاک کری، باید جدی او قانونی چلند ورسره وشی.
نوموړی وویل: «که د زور له لارې د کوکنارو په کښت کې کموالی راشی، ښه به وی، ضرور نه ده چې موږ دې د معیشیت بدیل پروګرامونو ته انتظار وکړو، ترڅو چې د نظامی ځواک په مرسته د کوکنارو کښت له منځه ولاړ نه شی، فکر نه کوم چې بزګران دې په خپله خوښه د تاریاکو کښت پرېږدی، دا سمه ده چې د بدیل کښت برابرولو ته هم اړتیا شته، خو دا په دې مانا نه ده چې بدیل معیشیت دې داسې سیمو ته هم ورکړل شی چې هلته کوکنار کرل کېږی، د کوکنارو د کښت کموالی متوازن انکشاف ته اړتیا لری چې د خلکو په ژوند کې بدلون راشی.» د سیګار په راپور کې راغلی چې د دولت تر واک لاندې سیمو په درېمه برخه کې کوکنار کرل کېږی چې ځینی نظامی او غیر نظامی چارواکی هم لاس پکې لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.