حکومت: د طالبـانو تشدد د بهـرنیو ځـواکونو پاتـې کېـدو ته زمینه بـرابره کـړې

- ۲۱ دلو ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان حکومت وایی، د وسله‌والو طالبانو تشدد د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدو ته زمینه برابره کړې ده.
د افغانستان د جمهور رئیس ویاند هارون چخانسوری ویلی، په ۲۰۱۴ میلادی کال کې باید د بهرنیو ځواکونو شمېر صفر ته راکم شوی وای، خو د وسله‌والو طالبانو د تشدد له امله نړیوال مجبور شول چې دا پرېکړه بدله کړی.
هارون چخانسوری راډیو ته وویل: «موږ غواړو خود کفا شو، جګړه پای ته ورسېږی، سوله ټینګه شی او بهرنی عسکر په افغانستان کې نه‌وی.»
چخانسوری وویل چې د افغانستان حکومت پر یوه طرحه کار کوی چې پر اساس‌یې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر حد اقل ته ورسېږی.
د هغه په وینا، وسله‌وال طالبان کولای شی چې له قید او شرط پرته د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړی.
ښاغلی چخانسوری زیاته کړه: «طالبان باید واضح راشی، د افغانستان له حکومت سره مذاکرات شروع کړی، هر هغه تشویش چې دوی لری یا پر کومه موضوع چې دوی غواړی وکړی، د افغانستان حکومت واضح نقشه د لارې ورته لری.»
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی، زلمی خلیل‌زاد د جمعې په ماښام د واشنګټن د سولې په انسټېټیوټ کې وویل چې له طالبانو سره موافقه، په اساسی ډول، د سولې لپاره غواړی نه د دې لپاره چې د خپلو عسکرو د ایستلو زمینه برابره کړی.
خلیل‌زاد د افغانستان د جمهوری ریاست را روان انتخابات مهم وبلل او ویې ویل چې امید لری چې د طالبانو سره د سولې موافقه، تر انتخاباتو مخکې وشی، څو طالبان هم په‌دې پروسه کې شامل شی.
نوموړی زیاته کړه: «د افغانستان لپاره به ښه وی چې تر جولای مخکې «چې انتخابات دی» د سولې موافقه وشی او طالبان هم دې پروسې ته راولو، د سولې موافقه به د سوله‌ییزو انتخاباتو زمینه هم برابره کړی. زما په فکر تر انتخاباتو د سولې موافقې ته کافی وخت لرو، خو حتی که موافقه ونه‌شی، انتخابات به کېږی او موږ به هر هغه هڅه کوو چې د معتبرو ټاکنو سره مرسته وکړی.»
ټاکل شوې چې زلمی خلیل‌زاد د فبرورۍ په ۲۵مه بیا په دوحه کې د طالبانو له استازو سره وګوری.
طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو وړاندیز نه‌دی منلی.
خو د هغوی یو شمېر استازو تېره اوونۍ په مسکو کې له یو شمېر سیاستوالو سره چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم په‌کې و، خبرې وکړې.
د طالبانو استازو په مسکو کې هم پر دې چې نړیوال ځواکونه باید له افغانستانه ووځی، ټینګار کړی و.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.