د ولسی جرګې د عدالت غوښتنې ډله: د ولسـی جرګـې انتخـابات دې باطل اعـلان شـی

- ۲۸ دلو ۱۳۹۷

د ولسی جرګې یو شمېر غړی له حکومته غواړی چې د ولسی جرګې د میزان د ۲۸مې انتخابات منحل او د بیا انتخاباتو لپاره تصمیم ونیسی.
د ولسی جرګې د عدالت غوښتنې ډله د ولسمشر له لوری د انتخاباتی کمېسیونونو د کمېشنرانو د عزل کېدو هرکلی کوی او په ټول افغانستان کې د ولسی جرګې د انتخاباتو د باطلېدو غوښتنه کوی.
د دغې ډلې غړو د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبری ناسته کې له ولسمشر غنی وغوښتل چې د ولسی جرګې انتخابات باطل اعلان کړی.
د ولسی جرګې نایب منشی او د ولسی جرګې د عدالت غوښتنې د ګروپ غړی عرفان الله عرفان وایی، پراخې درغلۍ او د کمیشنرانو لېرې کول ښیی چې د میزان د ۲۸مې انتخابات مشروعیت نه لری او د خلکو په رأیو لوبې شوې دی.
ده وویل: «باید په ټول هېواد کې دې انتخاباتی رأیې باطلې شی، یو ځل بیا دې د نوی قیومیت او یا نوې ادارې له خوا انتخابات ترسره شی، که چېرې داسې ونه شول، انتخابات مونږ ته د منلو وړ نه دی او د افغانستان خلک به د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې ګډون ونه کړی او هغه اسناد چې په دې اړه زموږ په لاس کې دی، سبا به یې لویې څارنوالۍ ته وسپارو.»
دغې ډلې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ډالرو د پلور او پېر په ګرم بازار تورن کړ او وایی چې داسې اسناد په لاس کې لری چې له مخې یې د ولسی جرګې یوه څوکۍ په اتلس لکه امریکایی ډالرو پلورل شوې ده.
د څلور لکو او دوه دېرش زره رأیه ورکوونکو د نوملړ نه موجودیت او یو لړ نور تورنه هغه څه دی چې د عدالت غوښتنې ډله یې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون پورې کوی.
دوی وایی، که مفسدین محکمه نه شی، د جمهوری ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې به ګډون ونه کړی او په پراخو اعتراضونو به لاس پورې کړی.
دغه ډاله وایی، د انتخاباتو د قانون داسې ځای نشته چې د کمېسیونونو له لوری نه وی نقض شوی چې دا یو جنایت دی.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، د ولسی جرګې د انتخاباتو بیا ترسره کېدل امکان نه لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.