د طالبانو د سولې خبرو اجنډا پاکستان ټاکی!

- ۰۷ دلو ۱۳۹۱

ډېلی بیسټ ورځپاڼې د طالبانو او پاکستان په اړه په خپله یوه مقاله کې لیکلی، چې پاکستان د بېلابېلو حربو له لارې غواړی طالبان په خپل کنټرول کې وساتی.
مشال راډیو د ډیلی بیست ورځپاڼې په حواله ویلی، چې په قطر کې له طالبانو سره ټولې اجنډاوې د پاکستان وې. ورځپاڼې د یوه طالب چارواکی ذبیح الله په حواله ویلی، چې په قطر کې د مذاکراتو په اړه د دوی ذهن خالی و او هېڅ پلان یې ځکه نه درلود، چې له ملاعمر نه یې هدایت نه و اخیستی او ټولې اجنډا د پاکستان وې. هغه زیاته کړې، چې په قطر کې د دوی رول یو جعلی رول و.
مقاله کې ویل شوی، چې طالبان تل یوه اجنډ‌ا پر مخ وړی او هغه هم د پاکستان، افغانستان او ګوانتامو زندان نه د دوی د زندانیانو ر اخوشې کېدل دی؛ ځکه فکر کوی چې د هغوی په راخوشې کېدو سره به یې د جګړو لیکې پیاوړې شی.
د مقالې د لیکوال په باور، له هغې وروسته کېدای شی د سولې خبرې جدی ونیول شی.
د ډېلی بېست ورځپاڼې په خبره، پاکستان اوس د سولې د خبرو اترو په اړه بیا هڅې پیل کړی دی، چې تر ډېره یې دا هڅې د دې لپاره دی، چې هغه پوزیشن بېرته تر لاسه کړی، چې امریکا له طالبانو سره په خبرو کې تر شا غورځولی و.
خو پاکستان په دې هم پوهېږی چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شا و خوا دوه کلنۍ زړې خبرې اترې ودرولای شی.
د ډېلی بیسټ په وینا، پاکستان پوهېده چې د سولې خبرې ناکامېږی او له همدې امله یې طالبانو ته قطر ته د تلو لپاره پاسپورټونه ورکړل.
ورځپاڼه کاږی، همداسې وشول کله چې د ۲۰۱۲م کال د مارچ په میاشت کې د طالبانو یو پلاوی، چې د خپل مشر ملا محمد عمر له خوا ورته هدایات نه ورنکړل شول، په قطر کې یې له طالبانو سره پیل شوې خبرې قطع کړې.
لیکوال زیاتوی، نه یوازې دا چې پاکستان طالب قومندانانو او د هغوی کورنیو ته استوګنځایونه ورکوی بلکې د ملا عمر د مرستیال په ګډون یو شمېر مهم طالب مشران یې هم په زندان کې ساتلی دی.
په مقاله کې راغلی که چېرې له طالبانو سره د سولې خبری پیل نه شوې نو پاکستان به پرې خپه نه وی ځکه چې پاکستان خپل ګاونډی هېواد افغانستان کمزوری او بې ثباته لیدل غواړی.
ورځپاڼه لیکی، په افغانستان کې د یوه پیاوړی حکومت رامنځته کېدل چې په کې ټولې خواوې شتون ولری، هم د پاکستان یوه اندېښنه ده ځکه چې افغانستان له پاکستان سره د ډیورنډ پوله کله هم په رسمی توګه نه ده منلې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.