د بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان ښځې باید د خپل هېواد په راتلونکی کې رول ولوبوی

- ۱۷ حوت ۱۳۹۷

mandegarد بخښنې نړیواله موسسه یا امنسټی انټرنشنل وایی، د افغانستان ښځې باید د خپل هېواد په راتلونکی کې رول ولوبوی.
د بخښنې نړیوالې موسسې دا خبره په هغه بیان کې کړې چې د مارچ د اتمی – د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یې خپور کړی دی.
د دې موسسې د جنوبی اسیا کمپاینرې سمیرا حمیدی په تېرو ۱۷ کلونو کې په افغانستان کې د ښځو پرمختګونو ته په اشارې ویلی: «دا په سخته ترلاسه شوې بریاوې باید په هېڅ قیمت له لاسه ونه وځی. ښځې په افغانستان کې د سولې غوښتنې د جبهې په سر کې دی، خو که د سولې په پروسه کې ښځې حذف کړل شی او یا د دوی پر حقونو معامله وشی هغه پروسه ارزښت نه‌شی لرلی. پر افغان ښځو څوک سترګې نه‌شی پټولی او نه هغوی پټه خوله پاتې کېدای شی.»
د بخښنې نړیواله موسسه وایی، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځې په کور کښېنول شوې وې، بشری حقونه ترې اخېستل شوی وو، خو اوس ښځې ځانګړی وزارت لری چې په ټولو ولایتونو کې ریاستونه لری.
دې موسسې په ۲۰۰۹ میلادی کال د ښځو د حقونو د دفاع کوونکو د هلوځلو په نتیجه کې په افغانستان کې د ښځو خلاف د تشدد د پای ته رسېدا د قانون د تصویب یادونه هم کړې، خو په عین حال کې یې د افغان ښځو ستونزو او چلنجونو ته اشاره کړې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.