پاکستان: تمه ده چې د دوحې خبرې بین‌الافغانی مذاکراتو ته لار پرانیزی

- ۲۰ حوت ۱۳۹۷

mandegarپه کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان تمه ښیی چې په دوحه کې د افغانستان د سولې روانې خبرې به بین‌الافغانی مذاکراتو ته لار هواره کړی.
ښاغلی نصرالله د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د عملی هوکړو د همکارۍ درې اړخیزه غونډه کې په قطر کې د سولې روانو خبرو د پایلو په اړه د ازادی راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دغه خبرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د پیلېدو لپاره مهمې دی.
نوموړی زیاته کړه: «زه فکر کوم ټوله سیمه دې ته خوشبینه ده او موږ هم هیله‌مند یو چې د دوحې خبرې بریالۍ شی او بین‌الافغانی مذاکراتو ته لار پرانیزی، کوم چې د دواړو لورو ترمنځ د سولې د هوکړې لپاره مهم دی، پاکستان په‌دې برخه کې خپل رول لوبولی او طالبان‌یې هڅولی چې په دوحه کې د مذاکراتو مېز ته کېنی.»
نوموړی زیاتوی چې پاکستان د افغانستان د شخړې لوری نه، بلکې دغه هېواد هڅه کوی چې په افغانستان کې تل‌پاتې سوله او ثبات ټینګ شی.
ولسمشر د یکشنبې په ورځ د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې وویل چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې یوه پوښتنه ده او د دوی ټولې ناڅرګندې اړیکې باید تر بحث لاندې ونیول شی.
دا په‌داسې حال کې ده چې په کابل کې د پاکستان سفیر په‌دې وروستیو کې خبرداری ورکړی و چې له زاړه سیال هند سره‌یې د هېواد په اړیکو کې راپورته شوی وروستی کړکېچ ښایی د افغان سولې پر خبرو منفی اغېز وکړی.
دا په‌داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې یو شمېر کابل ښاریانو د پاکستان د سفارت مخې ته لاریون وکړ او له پاکستانی چارواکو یې وغوښتل چې نور ترورېستان افغانستان ته ونه‌لېږی.
بل‌خوا یادې درې اړخیزې غونډې ته په کابل کې د چین سفیر لیو جیسنګ بیا وویل، د افغانستان د سولې په بهیر کې د ټولو هېوادونو رول مهم دی، خو دغه خبرې باید د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت ترسره شی.
نوموړی وایی: «زما په اند ټول هېوادونه کولای شی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې رغنده رول ولوبوی، په‌دې برخه کې د چین رول ښکاره دی، موږ هیله لرو چې د سولې د ټولو خبرو رهبری باید د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ کې وی.»
دا په‌داسې حال کې ده چې په قطر کې د امریکایی پلاوی او طالب استازو ترمنځ د خبرو د پنځم پړاو له پیله دوه اوونۍ تېږېږی، خو دا چې په دغو مذاکراتو کې څه روان دی او دواړه لوری به هوکړې ته سره ورسېږی که نه؟ هېڅ معلومات‌یې په اړه لا نه‌دی په ډاګه شوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.