کورنیو چارو وزارت د راتلونکو انتخاباتو امنیت ته د بشپړ چمتووالی ټټر وواهه

- ۰۹ حمل ۱۳۹۸

mandegarد درېیو انتخاباتو ترسره کولو ته یوازې شپږ میاشتې پاتې دی، هغه پروسه چې له امنیتی اړخه‌یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم اندېښمن کړی.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی چې د دغې پروسې د امنیت د ټینګولو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی دی.
د دې وزارت سرپرست مسعود اندرابی د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وری ۰۸» د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره په یوه ګډه خبری ناسته کې خلکو ته د انتخاباتو د پروسې د امنیت په اړه ډاډ ورکړ.
نوموړی وویل: «یو ځل بیا خلکو ته دا ډاډ ورکوو چې د دغې پروسې د امنیت د ټینګښت لپاره مسؤلیت لرو، څو د تېرو انتخاباتو نه په تجربې د راتلونکو انتخاباتو امنیت ټینګ کړو.»
په دغې غونډه کې د دفاع، کورنیو چارو، د ښځو چارو او پوهنې وزارتونو د راتلونکو انتخاباتو په اړه د عامه پوهاوی د ورکړې لپاره یو هوکړه‌لیک هم لاسلیک کړ.
د کورنیو چارو وزارت په‌داسې حال کې د دغې پروسې په اړه د امنیتی چمتووالی خبره کوی چې د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې د ناامنیو د زیاتېدو راپورونه خپاره شوی دی.
په وروستیو کې په کندز، بادغیس، غزنی، هلمند، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د جګړې د زیاتېدو په اړه اندېښنې موجودې دی او د ملی دفاع وزارت له ازادی راډیو سره په خبرو کې دا منلې چې د نوی کال له پیل سره په‌دغو ولایتونو کې د ګواښونو کچه لوړه شوې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو او ملی دفاع وزارتونو د ولسی جرګې د انتخاباتو په اړه چې د تېر کال د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوی هم ډاډ ورکړی وو چې دا پروسه به په امن او سرتاسری ډول ترسره کېږی، خو د هېواد د یو شمېر سیمو تر څنګ په مرکز کابل کې هم د ناامنیو له امله د انتخاباتو په دوه ورځو کې زیات شمېر مرکزونه پرانه‌نیستل شول.
د انتخاباتی بنسټونو او اړوند امنیتی او دفاعی ارګانونو له بشپړ چمتووالی سربېره بیا هم دا ومنل شوه چې د ولسی جرګې د انتخاباتو په ترڅ کې په ټول افغانستان کې د انتحاری حملو او بمی چاودونو له امله ۴۶ کسان وژل شوی او ۲۴۰ نور ټپی شوی دی.
اوس اندېښنه دا ده که د ولسمشرۍ انتخاباتو د ترسره کولو پورې دا ګواښونه لا زیات شی او حکومت هم د دغو ولایتونو د امنیت د ټینګښت په اړه بې‌پروایی وکړی، د افغانستان انتخابات به بیا سرتاسری نه‌وی او خلک به صندوقونو ته د رأی ورکولو لپاره لاړ نه‌شی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کمېشنر محمد عبدالله په‌دغه ګډه ناسته کې له امنیتی اړخه د انتخاباتی مرکزونو او محلونو مشخص کول له وخته وړاندې بولی.
نوموړی وایی: «انتخاباتی عملیات داسې حال لری چې د مسئلې ټول اړخونه له لوژستیک تر بودجې د سیمو او مرکزونو تر تثبیت او امنیتی چمتووالی یې ورځ بلې ته بدلون مومی، په‌دې موده کې ممکن پلان، څو ځلې بدل شی او په‌دې شرایطو کې دا سخته ده چې مرکزونه او محلونه مشخص کړو.»
بل‌خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا ویانده مروه امینی وایی، افغان حکومت باید تر دې دمه د قانون له مخې هغه سیمې چې له لوړ امنیتی ګواښ سره مخ دی او هغه محلونه چې د خلاصېدو او بندېدو په اړه‌یې معلومات نه‌شته باید مشخص کړی وی.
اغلې امینی ټینګار کوی چې که د دغې پروسې امنیت ته د امنیتی بنسټونو له لوری جدی پاملرنه ونه‌شی، خلک به د ولسی جرګې له انتخاباتو نه هم د بدترو انتخاباتو شاهدان وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.