د طالبانو استازی قطر ته رسېدلی دی

- ۰۹ دلو ۱۳۹۱

د طالبانو استازی د خبرو اترو په موخه او په قطر کې د خپل دفتر پرانستې لپاره د هغه هېواد پلازمېنې دوحې ته رسېدلی دی.
ګلف نیوز عربی ورځپاڼې خبر ورکړی، چې دوحې ته ور رسېدلی کسان د طالبانو مهم او د مشرتابه د باور وړ کسان دی.
افغان چارواکیو ویلی وو، په دې دفتر کې دې د طالبانو باوری او د دې ډلې له لوری په معتبرو اسنادو ور پېژندل شوی کسان ځای پر ځای شی، چې صلاحیت ولری او بیا څوک پیدا نشی چې ووایی، د طالبانو دغه استازی جعلی دی او هغوی د طالبانو اصلی استازی دی.
ګلف نیوز د افغان چارواکیو له قوله ویلی، چې دوی په دوحه کې د طالبانو لپاره د دفتر پر پرانستلو کار کوی څو له دې ډلې سره د خبرو لار اواره شی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی هیله ښودلې چې د دې دفتر په پرانستې سره به افغان حکومت وکولای شی، چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړی.
ولسمشر کرزی ویلی، چې په قطر کې د طالبانو د مېشت کېدونکی استازی به یوازې د سولې له عالی شورا سره خبرې کوی.
په همدې حال کې د سولې عالی شورا ویلی، چې په قطر کې د دفتر پرانستلو ته د طالبانو لېوالتیا د دې ښکارندویی کوی چې دا ډله خبرو ته تیاره ده.
په لومړی ځل کله چې څو میاشتې وړاندې، په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو رپوټونه خپاره شول، افغان دولت یې په غبرګون کې له قطره خپل سفیر خالد ذکریا د احتجاج په ډول کابل ته وغوښت او له دې خبرو سره یې مخالفت څرګند کړ.
په قطر، اماراتو او توکیو کې له دې وړاندې شپږ ځله د المان او قطر په مرسته د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې شوی، چې دغه خبرې وروسته طالبانو د دې لپاره وځنډولې چې امریکا په خپلو ژمنو عمل نه کوی.
حکومت تل له طالبانو سره خبرو ته لېوالتیا ښودلې؛ خو طالبانو بیا د افغان حکومت پر ځای له امریکا سره پر خبرو ټینګار کړی.
د افغانستان او امریکا ولسمشرانو په وروستیو کې موافقه وکړه چې په قطر کې دې طالبانو ته دفتر پرانستل شی څو دا ډله له یوې جنګی ډلې څخه پر یوه سیاسی تحریک بدل شی.
تر اوسه وسله والو طالبانو قطر ته د خپلو استازو د رسېدو په اړه څه نه دی ویلی.
د یادونې وړ ده چې همدا څو ورځې وړاندې ډېلی بیسټ ورځپاڼې د طالبانو او پاکستان په اړه په خپله یوه مقاله کې لیکلی وو، چې په قطر کې له طالبانو سره ټولې اجنډاوې د پاکستان وې. ورځپاڼې د یوه طالب چارواکی ذبیح الله په حواله ویلی وو، چې په قطر کې د مذاکراتو په اړه د دوی ذهن خالی و او هېڅ پلان یې ځکه نه درلود، چې له ملاعمر نه یې هدایت نه و اخیستی او ټولې اجنډا د پاکستان وې. هغه زیاته کړې وه، چې په قطر کې د دوی رول یو جعلی رول و.
مقاله کې ویل شوی وو، چې طالبان تل یوه اجنډ‌ا پر مخ وړی او هغه هم د پاکستان، افغانستان او ګوانتامو زندان نه د دوی د زندانیانو ر اخوشې کېدل دی؛ ځکه فکر کوی چې د هغوی په راخوشې کېدو سره به یې د جګړو لیکې پیاوړې شی.
د مقالې د لیکوال په باور، له هغې وروسته کېدای شی د سولې خبرې جدی ونیول شی.
د ډېلی بېست ورځپاڼې په خبره، پاکستان اوس د سولې د خبرو اترو په اړه بیا هڅې پیل کړی دی، چې تر ډېره یې دا هڅې د دې لپاره دی، چې هغه پوزیشن بېرته تر لاسه کړی، چې امریکا له طالبانو سره په خبرو کې تر شا غورځولی و.
خو پاکستان په دې هم پوهېږی چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شا و خوا دوه کلنۍ زړې خبرې اترې ودرولای شی.
د ډېلی بیسټ په وینا، پاکستان پوهېده چې د سولې خبرې ناکامېږی او له همدې امله یې طالبانو ته قطر ته د تلو لپاره پاسپورټونه ورکړل.
ورځپاڼه لیکلی وو، همداسې وشول کله چې د ۲۰۱۲م کال د مارچ په میاشت کې د طالبانو یو پلاوی، چې د خپل مشر ملا محمد عمر له خوا ورته هدایات نه ورنکړل شول، په قطر کې یې له طالبانو سره پیل شوې خبرې قطع کړې. خو وبه کتل چې دا ځل افغان حکومت، طالبان او امریکا د سولې په برخه کې کومو پایلو ته رسېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.