- ۲۰ حمل ۱۳۹۸
د افغانستان حکومت وایی، له طالبانو سره د سولې موافقې په صورت کې د دې موافقې د تطبیق لپاره د اروپایی ټولنې تضمین به مؤثر وی.
افغان حکومت وایی، اروپایی ټولنه تر دې وړاندې هم د نورو هېوادونو د سولې موافقې د پلی کېدو د ضمانت تجربه لری او که دا کار د افغانستان په برخه کې هم وکړی، نو مؤثرې پایلې به ولری.
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوری تېر ماښام له ازادی راډیو سره په خبرو کې د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې د اروپایی ټولنې د چمتووالی هرکلی وکړ.
نوموړی زیاته کړه: «په نورو ځایونو کې هم چې د سولې پروسه مخته تللې او بیا د سولې موافقه لاسلیک شوې، د دې لپاره چې د دې موافقې عملی کېدل هم یوه اوږده پروسه وی، نو د دواړو اړخونو د ډاډ لپاره اروپایی ټولنه یوه بېطرفه تضمین کوونکې پاتې شوې ده. اروپایی ټولنه دا تجربه لری دلته به هم همدا رول ولری او دا یې ویلی چې که غوښتنه ترې وشی نو اماده ده. نو خپل مؤثریت به ولری.»
خو ښاغلی چخاسوری پهدې اړه چې ایا دا غوښتنه د افغانستان د حکومت لهخوا ترې شوې که څنګه؟ نور جزئیات ورنهکړل.
د اروپایی ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تېره ورځ په لوګزامبورګ کې یو پرېکړهلیک خپور کړی چې په هغه کې یې د افغانستان له خلکو سره د سیاسی، اقتصادی او ټولنیز ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.
هدې پرېکړهلیک کې پر حکومت او وسلهوالو طالبانو غږ شوی چې څومره ژر کېږی په خپلو کې مستقیمې خبرې پیل کړی او تاوتریخوالی ختم کړی.
دغې شورا په خپل پرېکړهلیک کې د نورو همکاریو تر څنګ چمتووالی ښودلی چې اروپایی ټولنه به د افغانستان د سولې په پروسه کې د تضمینوونکی په توګه رول ولوبوی.
د اروپایی ټولنې د بهرنیو اړیکو مسؤلې فدریکا موګرېنی پهدې اړه وویل: «زما تصور دا دی چې لا هم موږ له یوې موافقې څخه لیرې یو، خو یقیناً موږ کولای شو دواړه، هم د موافقو په عملی کېدو کې د تضمینوونکی رول ولرو، ځکه اروپایی ټولنه د دې کار لپاره کافی سرچینې لری او هم باید ووایم هغه څه چې لا ډېر مهم دی اروپایی ټولنه د دې رول د لوبولو لپاره پهخپله په افغانی ټولنه کې د بېلابېلو لورو او ډلو لهخوا، په سیمه او هم نړیوالې ټولنې کې د کافی اعتماد څخه برخهمنه ده. نو موږ یقیناً کولای شو د دې بهیر په تضمینولو کې رول ولوبوو.»
حکومت وایی، اروپایی ټولنې په تېرې نومبر میاشت کې د جنیوا په غونډه کې چې د افغانستان لپاره جوړه شوې وه، له دې هېواد سره د دغې همکارۍ ژمنه وکړه.
د هغې ژمنې پر اساس د اروپایی ټولنې په پرونی پرېکړهلیک کې د افغان امنیتی سکټور په ګډون د ادارو په اصلاحاتو، په ټولنه کې د وسلهوالو مخالفینو او د هغو د کورنیو د ادغام او د سیمهییزې سوداګرۍ او اتصال په پروژو کې همکارۍ ژمنې شوې دی.
Comments are closed.