چارواکی: د کابل د ځمکې لاندې اوبه له ۲ تر ۱۲مترو مکعبو ډېرې شوی

- ۰۲ ثور ۱۳۹۸

mandegarپه‌داسې حال کې چې وروستیو ورښتونو او له امله‌یې سیلابونو د کابل په ګډون په یو شمېر سیمو کې خلکو ته درانه مالی او ځانی زیانونه اړولی، خو په پلازمېنه کې یې د ځمکې لاندې د اوبو سطحه لوړه کړې ده.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایی، د وروستیو ورښتونو له امله د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۲مترو نېولې تر ۱۲ مترو مکعبو لوړه شوې ده.
د دې وزارت د هایدورجیولوژۍ د برخې رئیس جمال عبدالناصر شکوری د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غویی ۰۲» ازادی راډیو ته وویل: «د تېر کال په پرتله سږ کال په کابل کې تقریباً له ۲ تر ۱۲ مترو مکعبو پورې د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شوې ده، دا یو هیله بخښونکی خبر دی، خو په لنډ مهال کې.»
دی وایی، د اوږد مهال لپاره دوی هڅې کوی چې په‌دې برخه کې له رامنځته شوی فرصته سمه ګټه واخلی.
دی وایی، د ژورو څاګانو کېندل چې له فلټر وروسته د سیلاب او باران اوبه د ځمکې تل ته ولېږدوی، د پلنو څاګانو ایستل او د ډنډونو جوړول چې د اوبو د زېرمه کولو لپاره ګټورې لارې چارې دی.
نوموړی زیاته کړه چې همدا اوس د کابل سیند په اوږدو کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره حوزونه جوړېږی چې اوبه په‌کې زېرمه شی او د ځمکې تل ته ښکته شی.
دا په‌داسې حال کې ده چې په وروستیو کې افغان حکومت د افغانستان په یو شمېر سیمو په ځانګړی ډول ګڼ مېشتې کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو د کچې د ټېټېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
افغان چارواکو ویلی وو چې د کابل په یو شمېر سیمو کې ان د اوبو کچه ۲۲ متره ښکته شوې ده.
د راپورونو پر بنسټ هرکال د ورښتونو له امله په کابل کې ۲۵ میلیونه متره مکعبه اوبه زېرمه او ۸۷ متره مکعبه اوبه مصرفېږی.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د هایدورجیولوژۍ د برخې رئیس جمال عبدالناصر شکوری وایی چې سږکال ۱۶۰ میلیونه متره مکعب ورښتونه شوی چې د تېرکال په پرتله پنځه برابره زیات دی.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د تېرکال په ژمی کې خلکو ته سپارښتنه کړې وه چې د ځمکې لاندې د اوبو د سطحې د لوړېدو په هدف دې له بامونو توګل شوې واورې په کانکرېټونو نه، بلکې په خاورینه ځمکه واچوی.
په ورته وخت کې د اوبو او انرژۍ وزارت پخوانی مرستیال عبدالبصیر عظیمی له اوبو نه د سمې ګټې اخېستنې په برخه کې د ولسی وګړو ونډه مهمه وبلله.
نوموړی وویل: «په‌دې برخه کې خلک ډېر مهم نقش لری، په ځانګړی ډول د اوبو د مصرف په برخه کې باید ډېره پاملرنه وشی، دا کار کولای شی ښه تأثیرات ولری، د کابل په شان په لویو ښارونو کې چې د اوبو مصرف په‌کې ډېر زیات دی، خلکو ته د اوبو د سم مصرف په اړه د عامه پوهاوی له ورکړې او د اوبو د مصرف د کچې له ټیټولو بله چاره نشته.»
خو دی وایی چې حکومت هم باید د اوبو د زېرمه کولو په هدف د کابل په شاوخوا سیمو کې د اوبو د زېرمه کولو بندونه جوړ کړی.
کابل د هغه ولایتونو په کتار کې راځی چې ډېر اوسېدونکی لری او د اوبو د مصرف کچه هم په‌کې لوړه ده.
چارواکی وایی، که خلک د اوبو په مصرف کې له احتیاطه کار وانه‌خلی، نو د ژوند په چاپیریال به ناوړه اغېز وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.