د ولسی جرګې نوی غړی د ادارې پلاوی د ټاکلو پر سر له ستونزو سره مخ دی

- ۱۴ ثور ۱۳۹۸

mandegarد ولسی جرګې د ۱۷مې تقنینی دورې په پیل سره یو شمېر وکیلان د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون غږ کوی چې د جرګې د اداری پلاوی د ټاکلو لپاره باید د کابل ولایت د انتخاباتو نتایج ژر تر ژره اعلان کړی.
دوی وایی، د کابل د انتخاباتو په نتایجو کې ځنډ د دوی کارونه له ستونزو سره مخ کړی دی.
د جرګې یوې غړې فاطمې عزیز د شنبې د ورځې عمومی غونډه هم غیر قانونی او د کورنیو اصولو خلاف یاده کړه او ویې ویل: «زما په اند زمونږ نننۍ جلسه د افغانستان اساسی قانون او د جرګې د کورنیو اصولو خلاف ده، ځکه لومړی باید مونږ اداری پلاوی وټاکو او د جرګې اجنډا هم د رئیسانو کمېټه انتخابوی، نو لومړی باید مونږ انتخابات وکړو.»
په ورته وخت کې مهرداد افضلی وویل، د کابل وکیلان د ولسی جرګې یوه برخه ده او باید نتایج یې ژر تر ژره معلوم شی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د سیکانو او کوچیانو د حوزو په ګډون د ۳۲ ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړې، خو لاهم د کابل ولایت د ولسی جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې نه‌ دی اعلان شوی.
د ولسی جرګې انتخابات د تېر لمریز کال د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې، خو د کندهار ولایت انتخابات بیا په یوه اوونۍ ځنډ سره ترسره شول.
ټاکل شوې چې د غزنی ولایت د ولسی جرګې انتخابات له ولسمشریزو انتخاباتو سره یوځای ترسره شی.
د افغانستان د ولسی جرګې انتخابات له درغلیو او سرغړونو ډک بلل شوی چې ان له امله‌ یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پخوانی غړی څارنوالۍ ته معرفی او ممنوع‌ الخروج اعلان شول.
خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نوې رهبری وایی، هڅه کوی چې ژر تر ژره د کابل د انتخاباتو نتایج هم اعلان کړی.
د دغه کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل، کله چې هم د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له خوا دا پایلې له دوی سره شریکې شی، اعلان به یې کړی.
نوموړی وویل چې یاد کمېسیون په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړی دی.
ده وویل: «د شکایتونو کمېسیون خپلې څېړنې پیل کړی او هر څومره ژر چې د شکایتونو کمېسیون وتوانېږی چې شکایتونو ته رسېدنه پای ته ورسوی او مونږ ته ورستۍ نتیجه تأیید کړی، مونږ به په ډېر کم وخت کې دا نتایج اعلانوو.»
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د شکایتونو کمېسیون نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو.
ولسمشر محمد اشرف غنی د افغانستان د ملی شورا د اووه لسم دور په پرانیست غونډه کې په ولسی جرګه کې د کابل ولایت د استازو په نه شتون خواشینی ښودلې او تینګار یې کړی چې د انتخاباتی کمېسیونونو له خوا دې ژر د دغه ولایت د انتخاباتو نتایج اعلان شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.