پنټـاګون د افغانستان ځـواکونو د مـلاتړ په بودجـې له مکسیکو سـره دېـوال جـوړوی

- ۲۱ ثور ۱۳۹۸

mandegarد امریکا دفاع وزارت به یو اعشاریه پنځه میلیارده ډالر چې په افغانستان کې د امنیتی ځواکونو د ملاتړ په ګډون د یو شمېر پروژو لپاره ځانګړی شوی وو، له مکسیکو سره پر ګډه پوله د دېواله پر جوړولو ولګوی.
دا خبر پرون د مې په لسمه خپور شو.
د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته هم په دې اړه معلومات ورکړی دی.
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان پرون ویلی چې دا پرېکړه یې له مکسیکو سره پر ګډ سرحد د لانجې د هواری لپاره کړې ده.
د امریکا د دفاع وزارت دوو معتبرو سرچینو روېټرز خبری اژانس ته ویلی چې شپږسوه او څلور میلیونه ډالر له هغې بودجې چې د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو د ملاتړ لپاره ده، اخیستل شوی دی.
د دفاع وزارت دې چارواکو د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط خبرې کړی دی.
د هغوی په وینا، له مکسیکو سره د دېوال جوړولو لپاره تر ټولو زیاتې پېسې د افغانستان د امنیتی ځواکونو د ملاتړ له بودجې اخیستل شوی دی.
د افغانستان د امنیتی ځواکونو د ملاتړ له بودجې د شپږسوه او څلور میلیونه ډالرو کمېدل دا معنی لری چې دفاع وزارت د افغانستان لپاره بودجه له هغې اندازې چې کانګرس تصویب کړې وه، کمه کړې ده.
د امریکا کانګرس د ۲۰۱۹ میلادی کال په مالی بودجه کې د دفاع وزارت (پنټاګون) ته څلور اعشاریه نهه میلیارده ډالر د افغانستان لپاره ورکړی وو.
یوه امریکایی چارواکی روېټرز ته ویلی: «دا له افغانستان سره زموږ د تعهد له څرنګوالی سره هېڅ تړاو نه لری.»
د امریکا کانګرس او د افغانستان دفاع وزارت په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.
خو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخوانی سیاسی سلاکار شفیق همدم وایی چې دا د کابل او واشنګټن د ډیپلوماسۍ جدی کمزورتیا څرګندوی.
شفیق همدم وویل، دا څرګندوی چې د افغانستان حکومت په خپلو خارجی روابطو کې دومره کمزوری دی چې واشنګټن د افغانستان د ځواکونو لپاره پیسې په بل ځای کې مصرفوی.
شفیق همدم پرون له واشنګټنه ازادی راډیو ته وویل: «زه دې ته ډېر اندېښمن یم، له یوې خوا په افغانستان کې د جګړې موسم دی، له بله پلوه له طالبانو سره د سولې مذاکرې روانې دی، حکومت غواړی پرې فشار راولی، که په داسې حالت کې که پېسې د افغانستان له بودجې اخیستل کېږی، د افغانستان د امنیتی ځواکونو پر حالت او د سولې پر پروسې به منفی اغېزې ولری.»
شفیق همدم وویل، د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو ثابته کړې چې غښتلی دی او حکومت اړتیا ورته لری، خو په رهبرۍ کې کمزوری شته.
د همدم له نظره، دا چې د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه لا هم سرپرستان اداره کوی، یوه اساسی ستونزه ده.
د امریکا دفاع وزارت په داسې وخت کې د افغانستان د امنیتی ځواکونو د ملاتړ لپاره بودجه کمه کړې چې د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو د وسله والو طالبانو او داعش پر ضد په سخته جګړه کې ښکېل دی.
له بله پلوه، د متحدو ایالاتو د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو له سیاسی استازو سره د افغانستان د ۱۷کلنې جګړې پر پای ته رسولو خبرې کوی.
دواړو خواوو د خبرو شپږم دور د پنجشنبې په ورځ پای ته ورساوه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.