ډېو بټلر: په افغانستان کې ټول سوله غواړی، خو طالبانو جنګ ته دوام ورکړی

- ۲۸ ثور ۱۳۹۸

mandegarپه افغانستان کې د امریکایی ځواکونو چارواکی وایی، د طالبانو ډلې په مسلسله توګه سوله رد او جګړې ته یې دوام ورکړی دی.
په داسې حال کې چې په هېواد کې د سولې هیلې زیاتې شوی، په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو چارواکی وایی، طالبانو جګړې ته ادامه ورکړې او سولې ته یې نه ویلې ده.
په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو ویاند ډېو بټلر د شنبې په ورځ له ازادی راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، متحده ایالات، افغان حکومت او د افغانستان ټول خلک له طالبانو سره سولې ته تیار دی، خو دغه ډله پر جګړې ټینګار کوی.
ده زیاته کړه: «طالبانو د سولې ردولو ته ادامه ورکړې، د افغانستان خلکو تل ویلی چې سوله غواړی، افغان امنیتی او د فاعی ځواکونه سوله غواړی او موږ هم پر سوله ټینګار کوو، خو طالبانو جګړې ته دوام ورکړی، موږ غواړو جګړه همدا نن ختمه او نه غواړو چې افغانان نور ووژل شی.»
بټلر وویل، هره ورځ په دواړو لورو کې سلګونه افغانان وژل کېږی، خو اوس د طالبانو تلفات ډېر شوی دی.
ده وویل، اوس هم جګړه روانه ده او افغان ځواکونه

او طالبان یو د بل پر وړاندې په تهاجمی حالت کې دی.
بټلر ټینګار کوی چې که طالبان د سولې خبرې ونه منی، امریکایی ځواکونه به یې پروړاندې جنګ ته ادامه ورکړی.
د امریکا او طالبانو استازو د افغانستان د جنګ او تاوتریخوالی د ختمولو په هدف تراوسه شپږ پړاوه خبرې کړی دی.
د افغانستان د سولې عالی شورا ویلی، د دغو خبرو په راتلونکی پړاو کې هیله منده ده چې طالبان له افغان حکومت سره د رسمی خبرو

پیلېدو ته اماده شی.
په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو ویاند وویل، داعش سربېره پر افغانستان ټولې نړۍ ته یو جدی ګواښ دی.
دی زیاتوی: «داعش یوازې د افغانستان لپاره جدی خطر نه دی، بلکې ټولې نړۍ ته دی، باید ټوله نړۍ اندېښمنه وی، موږ به د داعش پرواندې جنګ ته ادامه ورکړو، په دې برخه کې د افغانستان د ځواکونو ملاتړ غواړو، ځکه زموږ ښه شریکان دی، دغه ترورېستی ډلې لوی ګواښ دی او ریښې یې باید وایستل شی.»

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ستر استازی نیکولاس کې مخکې له دې د اپرېل په میاشت کې له ازادی راډیو سره په مرکه کې ویلی وو چې په افغانستان کې باید په داعش پورې تړلې ډلې جدی ونیول شی.
خو چارواکو بیا بیا ویلی چې داعش په افغانستان کې ماته خوړلې ده.
په دې وروستیو کې د کونړاو ننګرهار په ولایتونو کې د د اعش او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخیستی چې زرګونه کسان یې له خپلو کورونو بېځایه کړی هم دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.