د کورنیو چارو وزارت: په کابل کې د لېست کړای شویو تورنو ۵۰ سلنه یې نیول شوی

- ۳۱ ثور ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، په کابل ښار کې یې د تورنو په اړه له خپرو شویو پنځو لېستونو یې نیمایی کسان نیولی دی.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمی د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې په دوی کې هم په جنایی جرمونو تورن کسان او هم د نشه یې توکو قاچاق کوونکی شامل دی.
دی وایی: «په ټوله کې چې موږ څومره لېستونه خپاره کړی وو، په دې برخه کې نوی سلنه اجرات شوی، په لس سلنه نورو یې هم کار روان دی، یعنې د خلکو په همکارۍ ۵۰سلنه دغه مجرمین نیول شوی، ۴۰ سلنه یې له سیمو متواری دی.»
ښاغلی رحیمی وایی، په لومړی نوملړ کې چې شااوخوا ۲۲۰ کسان په غلاو، وژنو او پر انسان تښتونو تورن وو، اعلان شول چې ډېری یې د خلکو په همکارۍ د پولیسو، ځانګړو ځواکونو او کشفی او استخباراتی بنسټونو له لوری نیول شوی، خو یو شمېر نورو یې خپله ځانونه پولیسو ته سپارلی دی.
نوموړی په دې برخه کې د خلکو په همکارۍ ټینګار کوی.
دا په داس حال کې ده چې نږدې څلور میاشتې وړاندې د افغانستان کورنیو چارو وزارت د امرالله صالح په مشرۍ په کابل کې د سترو او حرفوی تورنو لېستونه خپاره کړل چې د دغه وزارت په خبره، هدف یې له دې چارې د دغو تورنو د نیولو په برخه کې د خلکو همکاری او د قانون منګلو ته د دوی سپارل وو.
خو د کابل یو شمېر اوسېدونکی بیا انتقاد کوی او وایی چې د کورنیو چارو وزارت په دې برخه کې اقدام نه دی کړی او هغه کسان چې نیول کېږی، هم د پیسو په بدل کې بېرته خوشې کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.