مولانا سمېع الله ریحان په یوه چاودنه کې ووژل شو

- ۰۳ جوزا ۱۳۹۸

د کابل ښار د نهمې حوزې په یوه جومات کې په یوې چاودنه کې د مولوی سمېع الله ریحان په ګډون دوه لمونځ کوونکی وژل شوی او ۱۶ ټپیان شوی دی.
کابل ښار د جمعې په ورځ د روژې په نولسمه د یوې چاودنې شاهد شو.
د دې ښار د نهمې ناحیې د التقوا په جومات کې چاودېدونکی توکی ځای پرځای شوی وو چې د جمعې د لمانځه پرمهال شااوخوا یوه بجه او ۲۰ دقیقې د امام د خطبې د ویلو پرمهال وچاودېدل.
mandegarپه دغه پېښه کې د هېواد یو پېژندل شوی دینی عالم او د جومات امام مولوی سمېع الله ریحان له یوه لمونځ کوونکی سره ووژل شو او ۱۶ ټپیان شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمی ازادی راډیو ته وویل، طالبان په دغه حمله کې لاس لری.
ده زیاته کړه: «د پېښې په اړه زموږ لومړنی معلومات ښیی چې د طالبانو ترورېستی ډله په کې لاس لری.»
تراوسه کومې ډلې د دغې حملې مسؤلیت نه دی منلی.
مولوی سمېع الله ریحان د هېواد یو مشهور دینی عالم و او تل یې د امنیتی ځواکونو په ملاتړ خبرې کولې.
دی د ولسی جرګې مشاور هم و او په یوه خصوصی ټلویزیون کې یې د یو دینی پروګرام د پر مخ بیولو مسؤلیت هم درلود.
له ارګه په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې د ولسمشر محمد اشرف غنې له خولې دا برید غندل شوی او زیاته کړې یې ده: «ترورېستان د خپل اصلیت د پټولو او د خپلو جنایتونو د توجیه په موخه د دینی احکامو او الهی ارشاداتو د ناسم تعبیر او د علما کرامو د حقانیت د رسا غږ د خاموشولو لپاره د مولوی ریحان په څېر دینی عالمان په شهادت رسوی.»
ولسمشر غنی اړوندو مسؤلینو ته د دې برید د څېړنې امر کړی دی.
اخوا د افغانستان د عالمانو شورا هم دغه عمل غندی او د ریحان وژنه لویه ضایعه ګڼی.
د افغانستان د عالمانو شورغړی شفیع الله نورستانی وایی: «پر مقدسو ځایونو حمله د خدای له خوا حرام ده، هېڅ کتاب او منطق دا عمل مشروع نه ګڼی او مردود دی.»
ښاغلی نورستانی له حکومته غواړی چې د افغانستان د دینی عالمانو او جوماتونو امنیت ته تدابیر جدی کړی.
د کابل ښاریان هم د روژې په میاشت کې پر لونځ کوونکو حمله یو نه بښونکی عمل ګڼی.
شهزاد او غلام حیدر وایی: «هېڅ مسلمان ته اجازه نه شته چې بل مسلمان ووژنی، په تېره د روژې په میاشت کې، د جمعې د ورځې په تبلیغ کې، دا لویه او نه بښونکې ګناه ده.»
دا لومړی ځل نه دی چې دینې عالمان په نښه کېږی، بلکې تېر کال د کابل په اورانو هوټل کې پر یوې ډلې دینې عالمانو برید وشو چې ۴۰ کسان په کې ووژل شول او ۶۰ ټپیان شول.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.