د څار بنسټونه: د ولایتی شوراګانو د کار دوام غیر قانونی او کارونه‌یې مشروع نه‌دی

- ۱۰ جوزا ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وایی چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولایتی شوراګانو انتخاباتو په ځنډ ترسره کولو سره اساسی قانون تر پښو لاندې کوی.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا د فیفا اجرائیوی رئیس یوسف رشید د پنجشنبې په ورځ ازادی راډیوته وویل، حکومت او د انتخاباتو کمېسیون د ولایتی شوراګانو انتخابات د ترسره کېدو هېڅ اراده نه‌لری: «دا په څرګند ډول له اساسی قانونه سرغړونه ده، ولسمشر دا واک نه‌لری چې د فرمان له مخې، د یو تقنینی بنسټ چې هغه د خلکو د رأیو پر اساس جوړېږی، د هغه موده تمدید کړی، له قانونی پلوه د دوی کار غیر قانونی بلل کېږی او موږ نه‌شو کولای هغو ته مشروع بنسټونه ووایو.»
د افغانستان د اساسی قانون له مخې د ولایتی شوراګانو دوره څلورکاله ده، خو شاوخوا یو کال کېږی چې د ولایتی شوراګانو قانونی دوره پای ته رسېدلې.
د راتلونکو انتخاباتو د ټاکلی شوی مهال‌ویش له مخې ټاکل شوې وه چې د ولایتی شوراګانو انتخابات له جمهوری ریاست له انتخاباتو سره چې د میزان په ۶مه ترسره کېږی یوځای ترسره شی.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تېره ورځ اعلان وکړ چې دوی د وخت کمښت، کمو مالی امکاناتو او د امنیتی ستونزو له امه نه‌شی کولای د ولایتی شوراګانو انتخابات ترسره کړی.
دا لومړی ځل نه‌دی چې د یو تقنینی بنسټ چې د خلکو په رایو ټاکل کېږی، دوره یې غځېږی، بلکې د ولسی جرګې شپاړمه تقنینی دورې له خپلې ټاکلې مودې څلور کاله زیات خپل کار ته دوام ورکړ.
دغه موده د ولسمشر د فرمان له مخې تمدید شوې وه.
د حقوقی چارو یو شمېر افغان کارپوهان وایی، ولسمشر حق نه‌لری چې اساسی قانون تر پښو لاندې او تقنینی بنسټ دوره اوږده کړی.
دوی زیاتوی چې د ولایتی شوراګانو له کارسره په خوا کې د مشرانو جرګې د ځینو سناتورانو کارونه چې چې درېیمه برخه سناتوران یې له ولایتی شورا انتخاباتی هم کارونه غیر مشروع دی.
له ډلې یې له کبیر رنجبر سره د ازادی راډیو خبریال اکرام الله اکرام مرکه کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، دا چې د ولایتی شوراګانو انتخابات په شفاف ډول ترسره شی، کمېسیون وخت ته اړتیا لری.
د دغه کمېسیون د ویاند د دفتر سرپرست ذبیح سادات ازادی راډیو ته وویل: «د کمېسیون مالی امکانات کم وو او همداشان وخت هم کم وو، امنیتی ستونزې وې، کمېسیون مجبور شو چې د ولایتی شورا او د غزنی د ولسی جرګې انتخابات وځنډوی.»
ښاغلی سادات زیاتوی، که انتخاباتی شریکان له کمېسیون سره په امنیتی او مالی برخو کې لازمه مرسته وکړی، کولای شی په نږدې راتلونکې کې د ولایتی شوراګانو د انتخاباتو نېټه هم اعلان کړی.
خو د انتخاباتو د څار بنسټونه اندېښمن دی چې د ولایتی شوراګانو انتخابات به د ولسی جرګې له راتلونکو انتخاباتو سره یوځای ترسره شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.