د سوداګرۍ او صنایعو خونه: خصوصی سکټور تر بېلابېلو فشارونو لاندې دی

- ۱۹ جوزا ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی چې خصوصی سکټور تر بېلابېلو فشارونو لاندې دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی چې د سوداګرو اختطاف، په لارو کې له سوداګریزو مالونو پیسې اخیستل، لوړه تعرفه، په ادارو کې شته فساد، ناسم امنیتی وضعیت او په غیر قانونی توګه د سوداګرو نیول او نورو بېلابېلو لاملونو په افغانستان کې خصوصی سکټور سخت اغېزمن کړی دی.
د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزی د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبری ناسته کې له حکومته د خصوصی سکټور د خوندیتوب غوښتنه وکړه.
ده وویل: «هیله مې دا ده چې دولت له خصوصی سکټور سره د یو شریک او همکار په حیث برخورد وکړی، د قوانینو سختوالی، خپلسری او په ولایتونو کې شپږ اووه حکومتونه دا ټول هغه عوامل دی چې پر خصوصی سکټور یې فشار راوستی او اقتصاد یې خراب کړی.»
ښاغلی الکوزی زیاتوی چې د روانو ناخوالو له امله شااوخوا ۱۴۰۰ سوداګرو خپلې پانګې له افغانستانه ایستلی چې دا د هېواد اقتصاد ته لوی زیان دی.
په دغه ناسته کې د حاجی بختو په نوم یو سوداګر حکومت په دې تورن کړ چې شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې یې د حاجی دلاور په نوم یو سوداګر وسله والو مخالفانو سره د اړیکو او همکاریو په تور نیولی دی.
حاجی دلاور چې د مشرانو جرګې پخوانی سلاکار هم معرفی شوی، د کورنۍ غړی یې وایی چې نوموړی بېګناه دی او له اړوندو بنسټونو غواړی چې د ښاغلی دلاور دوسیه په بې پرې ډول وڅېړی.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وایی چې د حاجی دلاور په قضیه جدی کار روان دی.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمی ازادی راډیو ته وویل، هر څوک چې په هره کچه وی او جرم وکړی، قانون به ورباندې پلی شی.
ده زیاته کړه: «داسې نه ده چې کله یو سړی د سوداګرۍ جواز واخلی، هغه به بیا جرم نه کوی، ډېری داسې کسان شته چې په بېلابېلو برخو کې په دندو بوخت دی، خو جرمونه کوی، پولیس قانون پلی کوی، هر څوک چې جرم کوی، د قانون منګلو ته به سپارل کېږی.»
دا لومړی ځل نه دی چې د سوداګرۍ او صنایعو خونه د خصوصی سکټور په مالکانو باندې د فشارونو او د ورته متوجې امنیتی ګواښونو خبره کوی، بلکې له دې وړاندې ځینی سوداګر او د دوی د کورنیو غړی تښتول شوی چې بیا وروسته د پیسو په بدل کې یو شمېر خوشې شوی او ځینی وژل شوی هم دی.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په هېواد کې دننه ټولو سوداګرو او پانګوالو ته د امنیت ډاډ ورکوی او ورنه غوښتنه کوی چې د خطر او بې ځایه ځورونې په صورت کې دې اړوند امنیتی بنسټونه په جریان کې پرېږدی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.