انــدرابــی: طالبـان بایـد تضمین کـړی چـې تر سولـې وروسته به د نشه یـی موادو کـاروبار نه کوی

- ۱۵ سرطان ۱۳۹۸

mandegarد دولت او ملګرو ملتونو سازمان له نشه یی موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ګډې څېړنې ښیی چې ډېری کوکنار د دولت د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې سیمو کې کرل کېږی.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابی د نشه یی موادو کښت، تولید او قاچاق د طالبانو کار بولی او زیاتوی چې طالبان یوازې په فراه ولایت کې د نشه یی موادو له کارخانو څخه ډېرې پیسې په لاس راوړی، ځکه نو باید د سولې په روانو خبرو کې له طالبانو څخه دا تضمین هم واخیستل شی چې نور به د نشه یی موادو کاربار نه کوی.
ده وویل: طالبان نه یوازې دا چې له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو ژمنه به کوی، باید دا ژمنه دې هم وکړی چې نور به د نشه یی موادو له کښت، تولید او قاچاق لاس اخلی، په دې کې شک نشته چې طالبانو د نشه یی موادو قاچاق ته خوندې فضا او مناسب شرایط برابر کړی دی، له دې فضا څخه د نشه یی موادو قاچاق کوونکی او خپله طالبان هم ګټه اخلی.»
تر دې وړاندې طالبانو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې دا تور رد کړی و چې ګواکې دوی د نشه یی موادو په کښت، تولید او قاچاق کې لاس لری.
د دولت او ملګرو ملتونو سازمان له نشه یی موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د ګډ راپور پر اساس د تېرو څو کلونو په پرتله یوازې په ۲۰۱۸ میلادی کال کې په افغانستان کې د تاریاکو د تولید کچه کمه شوې وه چې علت یې وچکالی وه.
کارپوهان د کوکنارو له کښت سره د مبارزې په برخه کې افغان دولت پړ بولی او وایی چې د نشه یی موادو د کښت له پراخېدو سره په افغانستان کې ناامنی هم ډېره شوې ده.
د مشرانو جرګې له نشه یی موادو سره د مبارزې کمېسیون پخوانۍ غړې رڼا ترین وایی چې نشه یی مواد یوه نړیواله ستونزه ده او باید نړیواله ټولنه د قطر په غونډه کې دې موضوع ته هم ځای ورکړی.
دې وویل: دا به تر وخت مخکې خبره وی چې حکومت په مذاکراتو کې داسې موضوعات مطرح کړی چې خپله یې د کنټرول وس نه لری، ځکه چې نشه یی مواد یوه نړیواله ستونزه ده او باید نړیواله ټولنه مخکې لا پر دې موضوع فکر وکړی او پر طالبانو باندې دا شرط کېږدی چې په افغانستان کې به نشه یی مواد هم ختمېږی، که نړیواله ټولنه له طالبانو سره په مذاکراتو کې دې ستونزې ته پام ونه کړی، حکومت په دې برخه کې هېڅ هم نه شی کولای.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو له نشه یی موادو او جرمونو سره د مبارزې رئیس یوری فیدیدوف له نشه یی موادو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په غونډه کې وویل چې نشه یی مواد یوه نړیواله ستونزه ده چې دولتونه په یوازې ځان مبارزه نه شی ورسره کولای.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.