د لندن ناستې خطرناک پیغام

- ۱۴ دلو ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې ولسمشر کرزی په لندن کې د افغانستان، پاکستان او برېتانیې تر منځ په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره برېتانیې ته تللی، یوشمېر شننونکی وایی، تر هغې چې د پاکستان غوښتنې ونه منل شی او ورته قناعت بښوونکی ونډه ورنه کړل شی؛ نو دغه هېواد به د سولې په برخه کې رښتینې مرسته ونه کړی.
د ولسی جرګې غړی عالمی بلخی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې د دې لړۍ لومړۍ درې اړخیزه غونډه په کابل کې جوړه شوې وه او دا په لندن کې د افغانستان، پاکستان او برېټانیې دویمه درې اړخیزه ناسته ده.
هغه وایی، له هند او افغانستان سره د امریکا د ستراتېژیک تړون له لاسلیکېدو وروسته امریکا هڅه کوله، چې د دې دریو هېوادونو تر منځ یانې د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ شته ستونزې راکمې او همغږی په کې پیدا کړی.
خو زیاتوی، چې امریکا د افغانستان او پاکستان تر منځ د شته ستونزو په راکمولو او ختمولو کې د پاکستان پر وړاندې پاتې راغله؛ بلکې پاکستان پر امریکا لار وتړله او دواړو هېوادونو یو بل ته خبرداری ورکړل.
دی وایی، چې امریکا د پاکستان پر وړاندې عقب نشینی وکړه او دغه کار یې برېتانیې ته پرېښود.
د ښاغلی بلخی په خبره، دا چې برېتاینه له پاکستان سره د دې هېواد د پیدایښت راهیسې ښې اړیکې اقتصادی، سیاسی او استخباراتی اړیکې لری؛ غواړی چې له دې اړیکو او روابطو نه په ګټنې سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ همغږی رامنځته کړی.
هغه وایی، د دې درې اړخیزې ناستې یوه اجنډا دا ده چې برېتانیه به پاکستان وهڅوی، چې له افغان سولې سره مرسته وکړی؛ خو که له دې ډول ناستو نه د ژر پایلو هیله وشی نو دا کار ناممکن دی.
د نوموړی په وینا، دغه ناستې به ښایی په یوشمېر مسایلو اغېز وکړی او د خبرو بله اجنډا به د افغانستان او پاکستان تر منځ د ستراتېژیک تړون لاسلیکول وی.
د ولسی جرګې دغه غړی وایی، همدارنګه به د یاد ستراتېژیک تړون له لاسلیک وړاندې د هغو په شرطونو او د ډیورنډ د کرښې په ګډون د ډېرو مسایلو په اړه خبرې وشی؛ خو اصلی موخه یې د بریتانیې له لوری د افغانستان او پاکستان تر منځ د همغږۍ پیدا کول دی.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه ناسته به څومره پاکستان دېته وهڅوی او وادار به یې کړی، چې له افغان سولې سره مرسته وکړی او د وسله والو له ملاتړ لاس واخلی وویل، دا په دې پورې اړه لری، چې د افغان سولې په برخه کې پاکستان ته څومره ونډه ورکول کېږی.
نوموړی وایی، له دې مهمه بله خبره دا ده چې کېدای شی په سیمه کې په سیاسی برخه کې نوی ملګرتیاوې او نوی دوستان منځ ته راشی، د امریکا او سیمه ییزو یوشمېر هېوادونو تر منځ چې کوم تړونونه لاسلیک شوی او کېدای شی د ازبکستان، تاجکستان په ګډون د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره هم لاسلیک شی او په سیمه کې به د امریکا نور ملګری را پیدا شی په هغو کې به د پاکستان رول او ونډه څه وی؟
ښاغلی عالمی بلخی زیاته کړه، ځکه له دې وړاندې امریکا د لوېدیځ او سیمې تر منځ د یوه رابط دنده تر سره کوله او اوس هم پاکستان هڅه کوی، چې په سیمه کې دغه دنده په لومړۍ درجه تر سره کړی.
د نوموړی په وینا، که چېرې، د افغان سولې او هم په سیمه ییزو بدلونو او تحولاتو کې، پاکستان ته یوه قناعت بښوونکې ونډه ورکړل شی؛ نو پاکستان به په رښتینی ډول مرسته وکړی او که ورنکړل شی؛ نو بیا به هم د تېر په څېر ژمنې وکړی او په عمل کې به هېڅ ګام وانخلی.
همدارنګه د کابل پوهنتون استاد محمد داوود راوش وویل، وړاندې له دې چې دغه غونډه تر سره شی د پردې تر شا استختاراتی چارواکی او دیپلوماتانو په مسایلو کار کړی او یوې پرېکړې ته رسېدلی دی.
هغه وایی، که چېرې د دریو واړه هېوادونو تر منځ سیاسی اراده شتون ولری؛ نو دغه ډول غونډې به ښه پایله ورکړی، ځکه اوس دواړه هېوادونه له جګړې ستړی دی.
د ده په وینا، د دې غونډې محور د افغانستان او پاکستان پر ګټو را څرخېږی؛ خو ښه پایله هغه مهال ورکولای شی چې د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسی اراده شتون ولری او برېټانیه به هڅه وکړی چې له خپل نفوذ نه په ګټې اخیستنې دواړه هېوادونه هماهنګۍ ته وهڅوی.
استاد راوش زیاتوی، چې پاکستان له هر هېواد ډېر کولای شی چې د افغانستان د سولې په برخه کې ګټور رول تر سره کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.