یـوازې په سـرطان میـاشت کـې له ۶۰۰ زیـاتو ملکیـانو ته مـرګ ژوبلـه اوښتـې

- ۲۹ سرطان ۱۳۹۸

mandegarپه افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وایی چې د سرطان یا چنګاښ په میاشت کې له شپږ سوه زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه ډله وایی، د روان لمریز کال د سرطان میاشت یوه خونړۍ میاشت وه او په دغه میاشت کې په جګړو، عملیاتو او انتحاری حملو کې ګڼو بې ګناه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د دغې ډلې مشر عزیز احمد تسل د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، که وضعیت همداسې دوام وکړی او د جګړې ښکېلې خواوې په ملکیانو رحم ونه کړی، ناوړه پایلې به ولری.
ده وویل: په روانه میاشت کې د ملکی تلفاتو کچه ډېره لوړه شوې، له بل هر وخت دغه میاشت خونړۍ وه چې ډېر بې ګناه انسانان په کې ووژل شول، که جګړه همداسې روانه وی او د جګړې دواړه خواوې په ملکیانو باندې رحم ونه کړی، دا به ناوړه عواقب ولری، موږ دغه پېښې چې له مخې یې په عملیاتو او یا انتحاری حملو کې خلک وژل کېږی، غندو، شااوخوا ۶۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۲۰۰ تنه په کې وژل شوی دی.
ښاغلی تسل وایی، دا مرګ ژوبله تر ډېره د وسله‌ والو طالبانو د بمی چاودنو، انتحاری حملو او د افغان ځواکونو د هوایی حملو او د شپې عملیاتو له امله رامنځته شوې ده.
د سرطان په میاشت کې وسله والو طالبانو په کابل، کندهار او غزنی ولایتونو کې حملې وکړې چې تر ډېره په کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دغه شان په دې میاشت کې په بغلان، لوګر، میدان وردګ او ارزګان ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوایی حملو کې هم ملیکانو ته تلفات اوښتی دی.
د افغانستان دفاع وزارت وایی چې د ملکی تلفاتو د کچې کموالی یې په لوموړیتوبونو کې دی او په دې برخه کې جدی دی، خو د ملکی تلفاتو د زیاتوالی د مسؤلیت ګوته وسله والو طالبانو ته نیسی.
د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: په ډېرو کمو مواردو کې د افغان ځواکونو په هوایی او ځمکنیو عملیاتو کې ملکیانو ته تلفات اوښتی، دغې ستونزې ته مو رسیده ګی کړې او هڅه کوو چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ملکی مرګ ژوبلې کچه صفر ته راښکته کړو، دا د دفاع وزارت په جدی لومویتوبونو کې ځای لری.
وسله وال طالبان که څه هم ملکی کسانو ته په انتحاری حملو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وایی، خو د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادی راډیو ته په استولی غږیز پیغام کې پړه پر افغان ځواکونو اچولې.
د روان لمریز کال د سرطان په میاشت کې چې نن یې نهه ویشتمه نېټه ده، د ملکی مرګ ژوبلې کچه په داسې حال کې لوړېږی چې همدا میاشت قطر د سولې د بین الافغانی ناستې کوربه و.
د دغې ناستې په پرېکړه لیک کې چې د نوموړی هېواد په دوحه کې وشوه، راغلی چې د جګړې ښکېلې خواوې به د تاوتریخوالی د راکمولو لپاره په ملکی ځایونو حملې نه کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.