ملګری ملتونه: د سولې له هغې هوکړې ملاتړ کوو چې ټولو ته د منلو وی

- ۳۱ سرطان ۱۳۹۸

mandegarد ملګرو ملتونو سازمان وایی، په افغانستان کې د سولې له هغې هوکړې ملاتړ کوی چې ټولو ته د منلو وی.
د ملګرو ملتونو سازمان وایی، د سولې په روانو بحثونو کې باید هغه کسان ګډون وکړی چې د افغانانو له حقونو په رښتینی توګه دفاع وکړی.
د دغه سازمان د عمومی سرمنشی مرستیالې امنې محمد د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبری ناستې ته وویل چې دوی د سولې د هغې پروسې ملاتړ کوی چې ټولو افغانانو ته د منلو او په‌کې د ښځو حقونه خوندی وی: «کله چې د سولې په اړه یوه تګ‌لاره ټاکل کېږی، د خلکو د استازو سهم په‌کې د اندېښنې وړ دی، بله دا چې د خلکو استازی هلته په کومو هلته بحث کوی، تاسو د مسکو او دوحې ناستو ته وګورئ او دا لړۍ به روانه وی، زما په نظر په دغه بهیر کې د خلکو رښتینی استازیتوب مهم دی، دا هم باید هېر نه‌کړو چې دغه بهیر د ښځو له مرکزی ګډون پرته نتیجه نه‌شی لرلای.»
د ملګرو ملتونو څلور کسیز پلاوی په دوه ورځنی سفر کابل ته راغلی و او د دغه سفر په لړ کې یې د ولسمشر محمد اشرف غنی، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو افغان چارواکو سره د سولې، بشری حقونو او د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړې او بامیانو ولایت ته‌یې هم سفر درلود.
امنې محمد د سولې او انتخاباتو په تړاو دې پوښتنې ته چې تاسو ته کوم یو لومړیتوب لری، داسې ځواب ورکړ: «که موږ د تل‌پاتی عدالت او سولې ټینګښټ غواړو نو موږ د دې چارې لپاره وخت ته اړتیا لرو او دغه بهیر باید ټولمنلی وی، انتخابات بل بحث دی چې په سپټمبر کې دی، زما له انده دا دوه هغه موضوعات دی چې په یو مسیر کې پاید تعقیب شی.»
دا په‌داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس له خبریالانو سره د وروستیو سیاسی معلوماتو د شریکولو په ناسته کې ویلی چې که څه هم انتخابات او سوله دواړه مهم دی، خو امریکا ته سوله لومړیتوب لری.
په‌دې وروستیو کې په دوحه کې د افغان سیاسیونو او د طالبانو د غړو ترمنځ د سولې بین‌الافغانی خبرې وشوې چې حکومت او خلک‌یې تر یو بریده هیله‌مند کړی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی هم د شنبې په ورځ د کابل ښار په ملی سمپوزیم کې د وینا پر مهال وویل چې سوله د افغانانو بنسټیزه اړتیا ده او حکومت د سولې د ټینګښت لپاره کلکه اراده لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.