د ولسمشریزو نوماندانو شورا خپلې ټاکنیزې مبارزې وځنډولې

- ۰۶ اسد ۱۳۹۸

د ولسمشریزو نوماندانو شورا د وروستیو حکومتی مقرریو په غبرګون خپلې ټاکنیزې مبارزې د درې ورځو لپاره وځنډولې.
دا شورا وایی چې د انتخاباتو د تحریم په اړه وروستۍ پرېکړې ته لا نه‌ده رسېدلې.
په ورته وخت کې د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو یوه نوماند شهاب حکیمی هم د شورا د نورو غړو په استازیتوب ازادی راډیو ته وویل چې که وروستۍ حکومتی مقرریانې لغوه نشی، انتخابات به تحریم کړی.
mandegarښاغلی حکیمی وویل چې دوی په پام کې لری چې په دې اړه یو ۱۴ ماده ییز پرېکړه لیک هم نشر کړی.
د ښاغلی حکیمی په خبره، هغه مقرریانې چې په دې وروستیو کې شوی، که د میزان تر لومړۍ نېټې لغوه نشی او تر راتلونکې پنجشنبې یې غوښتنو ته ځواب ونه ویل شی، نو انتخابات ته به تحریم کړی.
اخوا د افغانستان د جمهوری ریاست ویاند صدیق صدیقی په دې اړه ازادی راډیو ته وویل چې حکومتی مقررۍ د ولسمشر قانونی حق دی او د قانون له مخې مقررۍ ترسره شوی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې دی چې نن یکشنبه د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره د انتخاباتی مبارزو د پیل لومړۍ ورځ پیل شوه.
د یادونې وړ ده چې د ولسمشرۍ راتلونکی انتخابات د میزان د میاشتې په شپږمه نېټه ترسره کېږی چې د ولسمشر محمد اشرف غنی او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون ورته۱۸ کسانو ځانونه کاندید کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.