د انتخاباتو کمېسیون: د ولسمشرۍ انتخابات به د میزان په ۶مه خامخا ترسره کېږی

- ۰۷ اسد ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ۱۲ نوماندانو د تحریم له ګواښ وروسته وایی چې د میزان په شپږمه به انتخابات ترسره شی.
وروسته له هغې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوماندانو شورا وویل چې ممکن د ولسمشرۍ انتخابات تحریم کړی، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی چې نوماندان باید په انتخاباتو باور ولری او خپلې انتخاباتی مبارزې پیل کړی.
خو د دې کمېسیون مرستیال عصمت الله مل د ۱۲ نوماندانو د تحریم د ګواښ په غبرګون کې ازادی راډیو ته وویل چې د ولسمشرۍ انتخابات به د میزان په شپږمه نېټه خامخا ترسره شی.
ده وویل: موږ په دې اړه نن فکر کوو او خپل تصمیم نیسیو، په هر صورت موږ انتخابات ترسره کوو، نېټه یې اعلان شوې او کمېسیون هم خپله اماده ګی نیولې چې د ولسمشرۍ انتخابات د میزان په شپږمه ترسره کړی، کومه مسئله چې تاسې یې وایئ، زه یې په اړه معلومات نه لرم، خو هیله مې دا ده چې داسې کوم څه ونه شی او هیله لرم چې نوماندان به خپلو انتخاباتی مبارزو ته دوام ورکړی.
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو له اتلسو نوماندانو ۱۲ یې چې د نوماندانو په نوم شورا هم لری، ویلی دی چې که د روانې اوونۍ تر پایه په انتخاباتی پروسه کې لازم اصلاحات رانشی، دوی به دا پروسه تحریم کړی.
د ولسمشرۍ د انتخاباتو نوماند او د دې شورا یوه غړی شهاب حکیمی ازادی راډیو ته ویلی، اوس دوی یوازې انتخاباتی مبارزو ته نه دی داخل شوی، خو که غوښتنې یې ونه منل شی، نو دا پروسه به تحریم کړی.
د ښاغلی حکیمی په خبره، که د دوی له موجودیت پرته انتخابات ترسره کیږی، نو مشروعیت به هم ونه لری، خو اوس پوښتنه دا ده چې که دغه دولس نوماندان انتخابات تحریم کړی، د پاتې نورو شپږو نوماندانو ترمنځ انتخابات شونی دی که څنګه؟
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا وایی، د دولسو انتخاباتی ټیمونو له لوری انتخاباتی تحریم د انتخاباتو قانونی مشروعیت تر پوښتنې لاندې نه راولی.
د دغې بنسټ اجرائیوی رئیس یوسف رشید ازادی راډیو ته وویل، انتخابات ان د دوو نوماندانو ترمنځ هم ترسره کېدای شی.
دی زیاتوی: د انتخاباتو په قانون کې د انصراف بحث لرو چې په رسمیت پېژندل شوی او په انتخاباتی مهالوېش کې هم ذکر شوی، خو د تحریم مسئله یوه سیاسی مسئله ده، که څه هم حقوقی ستونزې نه رامنځته کوی، خو د پروسې سیاسی باور ته زیان رسوی، له حقوقی نظره له یوه نومانده د زیاتو په موجودیت کې هم انتخابات کېدای شی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ (د زمری د میاشتې په شپږمه نېټه) د نوماندانو ترمنځ انتخاباتی سیالۍ پیل شوې.
د انتخاباتی مبارزو په لومړۍ ورځ د ولسمشرۍ د نوماندانو محمد اشرف غنی، عبدالله عبدالله او عنایت الله حفیظ له خوا بېلابېلې انتخاباتی غونډې وشوې.
د سید نورالله جلیلی او ګلبدین حکمتیار په ګډون یو شمېر نورو انتخاباتی ټیمونو ویلی چې په ټولو ولایتونو کې یې خپلې انتخاباتی سیالۍ پیل کړی او په انتخاباتو کې هم برخه اخلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.