له غنـی سـره د ولس حسـاب یومیلیـون دنـدې چـېرته دی؟

- ۰۸ اسد ۱۳۹۸

mandegarد ځوانانو وزارت څه شو؟ الکترونیکې تذکرې چېرته دی؟ ښه اقتصاد ستاسو تېر شعارڅه شو؟ سل زره اوسېدونکی چا ووژل؟ اویازره سرتېری شهید شوی په امنیتی ارګانونو کې ولې؟ د سلاکارانو دفساد دوسیې ولې نه څېړل کېږی؟ له لبنانی شرکتونو سره تړونونه د کوم قانون په اساس شوی؟ په الکوزی شرکت باندې د ځمک وخرڅول اود هغوی د پانګونې ژمنې چېرته دی؟ د مالیې د مخکېنی وزیر اکلیل حکیمی دوسیه ولې نه څېړل کېږی؟ د کندز ولایت د سقوط عاملین څوک وو او ولې رسوا نه شو؟ د کابل حلقوی سرک ولې جوړ نه شو؟ د تروریستی بندیانو خوشې کول د کوم قانون په اساس و؟ د ولسی جرګې په شتون کې فرمانونه په کومه مانا؟
د معترضینو وژل په تېرو پنځو کلونو کې ولې درې بانکونه ولې سقوط شول؟ پنځه هوایی شرکتونو ولې د سقوط خوند وڅکه؟ افغانۍ ولې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې بې ارزښته شوې؟ پرموټ مؤسسې ولې د افغان ښځو پیسې لوټ کړې؟ لس فیصده د مخابراتو مالیه چرته لاړه؟ نا سمه سازمان ورکونه د ولسی جرګې په ټاکنو کې ولې اوج ته ورسېده؟
جنرال دوستم د کوم قانون پر اساس جلا وطنه شو؟ په پټه توګه د دوه شرموونکو معاهدو تړون او موافقه په پټه له پاکستان سره او ګونډې وهل د اې اس ای جنرال په دفتر کې؟ د ستر پاسوال رازق ترور او د داسې نورو مشرانو ترور په څه مانا؟ په ارګ کې ولې د سلاکارانو جنسی رسوایۍ د رسنیو سرټکی شوې؟ دروغ ویل او خلکو ته دوکه ورکول په راتلونکو ټاکنو کې په کوم دلیل؟ د ټاپې پروژه ولې خلاصه شوې نه ده؟
د شپږ زرو ښوونځیو جوړول چېرته ورسېدل؟ د دوه زره پنځه سوه بندونو جوړول چېرته ورسېدل؟ ولې امنیت شتون نه لری؟ ولې ستاسې یو شعار امنیت نه و؟ ژوندی دې وی ډالر! ژوندی دې وی دوه سوه اتیا میلیونه ډالره! او ژوندی دې وی لبنانی شرکتونه!

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.