په بلخ کې خلک د طالبانو د حضور او د حملو له زیاتوالی شکایت کوی

- ۱۳ اسد ۱۳۹۸

mandegarد بلخ ولایت اوسېدونکی په چهاربولک، چمتال، بلخ او شولګره ولسوالیو کې د طالبانو د حضور او د حملو له زیاتوالی شکایت کوی.
د بلخ او چهاربولک ولسوالۍ د مزار- جوزجان د لویې لارې په اوږدو کې پرتې سیمې دی او اوسېدونکی یې وایی چې له دوو اوونیو راهیسې تر بل هر وخت زیات د طالب وسله والو حملې په کې ډېرې شوی.
د چهاربولک ولسوالۍ یوه اوسېدونکی محمد کریم ازادی راډیو ته وویل چې طالبان سربېره پر دې چې د سړک غاړې ماینونه ځای پر ځای کوی، د مزار- جوزجان پر لویه لار د نفتی توکو د لېږد ټانکړې هم دروی او تېل یې پر خلکو خرڅوی.
هغه وویل: امنیت هېڅ نشته، دولتی ځواکونه حضور نه لری، وسله وال طالبان حملې ترسره کوی، دوی د چهاربولک په زیک زیک سیمه کې د تېلو ټانکرې درولی او یوه بوشکه تېل په ۵۰۰ افغانۍ خرڅوی.
شعیب د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی وایی چې حتا د ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه طالب وسله وال فعالیت لری او پر خلکو خپل رامنځته کړی قوانین او احکام پلی کوی، خو دولت تر دې دمه د یادو سیمو د امن کولو هڅه نه ده کړې او طالبان له خلکو سره زور او زیاتی ترسره کوی.
هغه زیاته کړه: طالبان نه یوازې اربکی پولیس، بلکې عام خلک هم په نښه کوی، دوی ماینونه ځای پر ځای کوی او پر خلکو ظلم کوی، له هغوی باج اخلی.
د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل سره له دې چې د مزار- جوزجان په لویه لار د ۵ امنیتی بیزونو د شتون خبرې کوی، خو وایی چې بیا هم طالبان په دغه لار د شپې له خوا وسله والې حملې ترسره کوی.
په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکی وایی چې له یوې اوونۍ راهیسې یې په بلخ، چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې د شاهین په نامه پوځی عملیات پیل کړی.
د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایی ازادی راډیو ته وویل چې په دغو عملیاتو کې ۵۰ تنه طالبان وژل شوی او ۳۰ نور ټپیان دی.
د رضایی په خبره، د شاهین عملیات په هوایی او هم په ځمکنی توګه پر مخ ځی چې تر دې دمه افغان ځواکونو ته په کې تلفات نه دی اوښتی.
ښاغلی رضایی وویل: دا عملیات په ګډه توګه د ملی اردو په مشرۍ دوام لری، کومانډو او هوایی قوه په کې پراخ حضور لری، تر دې دمه په چهاربولک او چمتال کې ۵۰ طالبان وژل شوی او ۳۰ نور یې ټپیان دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.
د یادولو ده چې د تېرو پارلمانی ټاکنو په درشل کې هم چهاربولک او چمتال ولسوالۍ په یو وار شدیداً نا امنې شوې او اوس هم د شته نا امنیو په دلیل د دغو سیمو خلک اندېښمن دی چې په ولسمشریزو ټاکنو کې له ګډونه بې برخې نشی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.