د کورنیو چارو وزارت: د خورشید ټلویزیون پر کارکوونکو برید د طالبانو کار دی

- ۱۴ اسد ۱۳۹۸

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او له رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه ادعا کوی چې په کابل کې د خورشید ټلویزیون پر کارکوونکو پرونۍ حمله د طالبانو کار دی.
که څه هم په کابل کې د خورشید ټلویزیون پر کارکوونکو د پرونی برید مسؤلیت هېڅ ډلې په ځان نه دی منلی، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، د دوی موندنې ښیی چې دا برید د طالبانو کار و.
mandegarد کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمی وایی، طالبان تر ډېره د هغو حملو مسؤلیت پر ځان نه منی چې په کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړی.
ښاغلی رحیمی د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: زمونږ د لومړنیو معلوماتو له مخې دا حمله د طالبانو له خوا شوې، نه یوازې دا حمله بلکې په ډېریو نورو حملو کې هم چې ملکیان هدف ګرځول کېږی، طالبان یې مسؤلیت نه اخلی، په داسې حال کې چې اکثرو ترهګریزو بریدونو کې د دوی لاس وی.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادی راډیو سره په خبرو کې ویلی چې دا حمله طالبانو نه ده کړې.
د خورشید ټلویزیون پر کارکوونکو حمله یوازنۍ حمله نه ده چې چا یې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، بلکې تر دې پېښې مخکې هم د محمد اشرف غنی په مشرۍ د دولت ساز انتخاباتی ډلې د مرستیال امرالله صالح پر دفتر د حملې په ګډون د ګڼو نورو حملو مسؤلیت هم کومې ډلې په ځان نه دی منلی.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، د ښاغلی صالح پر دفتر برید هم د طالبانو کار و.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، د خورشید ټلویزیون د کارکوونکو په کاسټر موټر د یکشنبې د ورځې په حمله کې دوه تنه وژل شوی او د یاد ټلویزیون د درې کارکوونکو په ګډون څلور تنه ټپیان شوی دی.
ولسمشر محمد اشرف غنی د خورشید ټلویزیون پر موټر برید غندلی او ویلی یې دی چې رسنۍ او ملکیان په نښه کول جنګی جنایت دی.
په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر جان بس په خپل یوه ټوېټ کې ویلی، د رسنیو پر کارکوونکو وروستی بې معنی برید غندم، پر ملکیانو او رسنیو برید بې هدفه دی، ټولې خواوې باید په سولې او د افغانستان په راتلونکی تمرکز وکړی.
دغه شان د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې سفیر پیری مایډون هم ویلی چې د ژورنالېستانو د خاموشه کولو هڅې به هغوی لا غښتلی کړی.
په کابل کې د خورشید ټلویزیون د کارکوونکو پر موټر په داسې حال کې د مقناطیسی ماین په وسیله حمله کېږی چې مخکې تر دې طالبانو د روان کال د سرطان د میاشتې په لومړیو کې رسنیو ته خبرداری ورکړی و چې د دغې ډلې پر ضد باید د سوداګریزو اعلانانو له خپرولو ډډه وکړی.
د افغانستان له رسنیو د ملاتړ اداره «نی» په دې باور ده چې دا حمله د طالبانو له یاد ګواښ سره تړاو لری.
د دغه بنسټ مشر مجیب خلوتګر ازادی راډیو ته وویل: دا حمله د بشریت په وړاندې یو جنایت دی، تر اوسه هېڅ ډلې یې مسؤلیت نه دی منلی، خو زه فکر کوم هغه ګواښ ته په پام سره چې د طالبانو له خوا موجود دی، که کومه بله ډله دا مسؤلیت ونه منی، ښکاره ده چې دا به د طالبانو کار وی.
د یادونې ده چې د خورشید خصوصی ټلویزیون د کارکوونکو پر موټر حمله لومړنۍ نه ده، بلکې تر دې مخکې هم د افغانستان رسنۍ او خبریالان د ورته حملو ښکار شوی دی چې د تېر کال په ثور میاشت کې د کابل په شش درک سیمه کې هغه حمله چې په ډله ییز ډول نهه تنه خبریالان په کې ووژل شول، د دغو حملو یو څرګند مثال دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.